"امریکا افغانستان ته ۳۵۰۰ تازه دم سرتېري لېږي"
نیویارک ټایمز:

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايي ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي چې د امریکا دفاع وزیر د تړلو دروازه تر شاه د کانګرېس له غړو سره وکتل او د افغانستان د جګړې په اړه یې خبرې وکړې.
تیره اونۍ د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس ویلي و چې افغانستان ته د نویو ځواکونو د شمیر په اړه به پخپله د کانګرېس غړو ته معلومات ورکړي.
ښاغلی متټیس کانګرېس ته ورغلی چې په عمومي توګه د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا د نوې تګلارې په اړه هغوی ته معلومات ورکړي.
خو نیویارک ټایمز د یوې سرچینې په حواله ویلي چې امریکا افغانستان ته نور ۳۵۰۰ سرتیري استوي.
نیویارک ټایمز لیکي چې دغه شمیر یعني ۳۵۰۰ سرتیري افغانستان ته واستول شي نو په افغانستان کې به دامریکايي سرتیرو شمیر ۱۴۵۰۰ ته ورسېږي.
هندوستان ټایمز:
هندوستان ټایمز په افغان جګړه کې د ماشومانو د کارولو په اړه یو رپوټ خپور کړی چې پکې ویل شوي بې وزلي جګړې ته د ماشومانو د مخې کولو یو لوی لامل دی.
په رپوټ کې د هغو ماشومانو یادونه شوې چې سرحدي سیمو ته نږدې د افغان چارواکو له خوا د تښتوونکو له منګولو را خلاص شوي او بیرته کورنیو ته سپارل شوی دي.
د رپوټ له مخې انسان تښتوونکي له طالبانو سره لاس لري ، او کورنیو ته د ادعا له مخې ویل شوي چې دوی پاکستان ته د دیني زدکړې لپاره وړل کیږي.
په رپوټ کې ویل شوي چې له قانوني عمر ټیټ کسان د دولتي ځواکونو له خوا هم په جګړه کې کارول کیږي.
ډان:
پاکستانۍ ورځپاڼه ډان د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف له قوله لیکلي چې په پاکستان کې باید د هغو ډلو پر فعالیت بندیز ولګول شي چې ممنوع اعلان شوې دي.
هغه ویلي لشکر طیبه او جیش محمد ډلې د پاکستان له خاورې فعالیت کوي، او باید د فعالیت مخه یې ونېول شي.
بریکس ډلې په پاکستان کې د هغو ډلو د فعالیت په اړه اندیښنه ښودلې چې په ترهګرویزو کړنو کې لاس لري.
خو خواجه اصف وايي د پاکستان په اړه د بریکس اندیښنې چې چین یې هم غړی دی باید د چین رسمي دریځ ونه بلل شي، ځکه د ده په وینا په بریکس ډله کې هند برازیل ، روسیه او سویلي افریقا هم ګډون لري.
همدې ورځپاڼې خپله سرمقاله په پاکستان کې سخت دریځۍ ته ځانګړې کړې او لیکي چې د خطر خبره داده چې سخت دریځۍ ان له پوهنتونو فارغ کسان هم ور خپل کړي.
ډان لیکي چې دغه ستونزه په نړیواله کچه د پاکستان نوم او نښان ته خطر دی.
فایننشل ټایمز:

د عکس سرچینه، Getty Images
برتانوۍ فایننشل ټایمز ورځپاڼې په میانمیار کې له مسلمانانو سره د زور زیاتي په اړه په یوه مطلب کې د سولې جایزې د څو ګټونکو نظرونه را اخستي.
دوی په میانمار کې د سولې جایزې د ګټونکې ان سان سوچي چې اوس د میانمار په حکومت کې شریکه ده، دریځ غندلی.
دوی ویلي دا چې میرمن ان سان سوچي په میانمار کې له مسلمانانو سره د زور زیاتې په اړه چوپه خوله ده، دوی یې له امله ناهیلې کړي دي.
له دې ډلې د نوبل جایزې تر ټولو کشرې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له میرمن سوچي غوښتي چې په دې اړه خپله چوپتیا ماته کړي او په میانمار کې له مسلمانانو سره روان زوز زیاتی وغندي.








