تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند دوو ایالتونو کې د سېلاب وژلیو شمېر ۵۸۳ ته ورسېد
د هند په شمال ختیځو ایالتونو کې مرګونی سېلاب لا هم روان دی او تېرو ۲۴ ګړیو کې یې یواځې بهار کې ۴۲ نور کسان وژلي دي.
د هند دولتي رسنۍ وايي، په دغه ایالت کې د وژل شویو شمېر ۴۸۲ کسانو ته ورسېد.
پر دې سربېره د هند تر ټولو لوی ایالت اتر پردېش کې هم د سیلاب وژلیو شمېر ۱۰۱ ته پورته شوی.
د بهار ایالت په ۱۹ ولسوالیو کې نږدې دوه ویشت میلیونه او پنځه لکه وګړي له سېلاب اغېزمن شوي او یو نیم لک خلک ۲۲۲ کمپونو ته کډه شوي دي.
دغه سېلاب نور ایالتونه هم اغېزمن کړي دي.
د هند دولتي رسنۍ وايي، په اسام کې وروستي سېلاب تراوسه ۷۳ کسان وژلي دي.
دا سږ کال په دغه ایالت کې د سېلاب دریم وار دی او تراوسه یې په دغه ایالت یو نیم سل کسان وژلي دي.
له بهار او اسام سره تړلي مغربي بنګال ایالت کې اوبه کمېږي، خو دلته یې هم تر ۹۰ پورې کسان وژلي دي.
دوه ورځې مخکې د هند لومړي وزیر نرېندر مودي د ریاست له سر وزیر یا اعلی وزیر نتیش کومار سره د بهار ایالت پر سېلاب ځپلو سیمو د هوا له لارې وګرځېد.
نوموړي له سېلاب ځپلو سره ۵۰۰ میلیون روپۍ او سېلاب کې د وژل شویو له کورنیو سره دوه دوه لکه روپۍ مرسته اعلان کړه.