تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسپانیا: له سیلانیانو په ډکه سیمه کې پر خلکو موټر وروستل شوی
د اسپانيا پوليس وايي د بارسلونا ښار د سیل په يوه سيمه 'لاس رامباس ' کې يوۀ سړي پرخلکو گاډى ورخېژولى. پېښه کې لږ تر لږه ١٣ کسان وژل شوي او ٥٠ نور ټپیان دي. پوليسو پېښه "ترهگريزه" کړنه بللې ده.
د اسپانيا د پوليسو په وينا، پېښه لويه وه او گڼ کسان په کې ټپيان شوي.
داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې نژدې یوه رستورانت ته دوه وسله وال سړي ننوتي او ځینې کسان یې یرغمل نیولي دي.
تر اوسه د پېښې ډېر جزیات نه دي څرګند شوي، خو پولیس وايي، دا احتمالاً یو ترهګریز برید دی.
اسپانیا تر اوسه له ترهګریزو بریدونو خوندي وه، خو وروستی برید هغو ترهګریزو بریدونو ته ورته ښکاري، چې له تېر کال راهیسې د اروپا بېلا بېلو ښارونو کې شوي دي.
رپوټونو کې ویل شوي، چې د سیمې میټرو او نور تم ځایونه تړل شوي دي.
تر اوسه د برید هدف معلوم نه دی.
له خلکو غوښتل شوي چې سيمې ته دې نژدې نه ورځي. عیني شاهدانو ويلي، موټر چلوونکى پلي د تېښتې په حال کې ليدلى دی.