هغه سندره چې ۷۰ کاله وروسته یې پاکستان او هند سره نژدې کړل

د عکس سرچینه، YOUTUBE/VOICEOFRAM
پاکستان د اګسټ میاشتې ۱۴مه د ازادۍ ورځې په توګه لمانځي، خو هند بیا د خپلواکۍ اویایمه کلیزه لمانځي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د کشمیر لانجمنې سیمې پر سر ان د جګړې تر حده رسېدلي دي.
اوس یوه سندره جوړه شوې، چې یو او بل ته د بښلو او تېرېدو سپارښتنې پکې شوې او د دواړو هېوادونو ملي سرودونه پکې یوځای شوي.
په دې سندره کې چې د "سولې ترانه" نومېږي، د پاکستان او هند ګڼو سندرغاړو برخه اخیستې ده.
د سندرو د سولې پلوې رام ډلې له خوا دا سندره پر خپلې فیسبوکپاڼې خپره شوې، چې د دواړو هېوادونو ګڼو وګړو او خواله رسنۍ کاروونکو ستایلې ده.
سندره په دې ټکو پیلېږي، چې: "کله چې هنر ته خپلې پولې پرانیزو، سوله هم ورسره راځي".
بیا د هند ملي سرود "جانا ګانا مانا" او د پاکستان ملي سرود "پاک سرزمین... " پسې راځي او سندره په "راځئ سولې ته خپلې هڅې سره یو کړو" تورو پای ته رسېږي.
"نامنطقي وېره"

د عکس سرچینه، YOUTUBE/VOICEOFRAM
فعال او فلم جوړوونکی رام سوپرامانیان، چې د رام هندي ډلې مشري هم کوي، وايي دا سندره یې ددې لپاره جوړه کړې ده چې "ګڼو خلکو د سولې په اړه له خبرو وېره لرله، چې دا نامنطقي وېره ده."
د هند او پاکستان ترمنځ د کنټرول پر کرښه تاوتریخوالی ډېر کله تر وژنو رسېدلی.
یو فیسبوک کاروونکي کالبیش پاټل دا سندره داسې ستایلې ده: "دا د ازادۍ په یاد د دواړو هېوادونو لپاره تر ټولو غوره ډالۍ کېدای شي."
له پاکستانه اسامه فاروقي بیا دا ځواب ورته لیکلی چې: "دا سندره ځکه ډېره زیاته خپره شوه، چې سولې ته بلنه پکې نغښتې، له پاکستانه زما پېرزوینې."









