د عکسونو البوم: په اروپا کې د ګرمۍ څپې

نوې څېړنه وايي، د روانې پېړۍ تر پایه اقلیمي بدلون به په اروپا کې د کال یو لک پنځوس زره کسان وژني.

پوهان وايي، له اقلیمي بدلون رامنځ ته شوی حالت به تر ۲۱۰۰ کال پورې په دریو کې د دوه برخې اروپایانو ژوند اغېزمن کړي.

د اروپا ډېره سوېلي برخه دمګړۍ د ګرمي له سختې څپې سره مخ ده چې په تېرو لسو کلونو کې یې ساری لیدل شوی نه دی.

په ځینې سیمو کې د تودوخي لوړه درجه ۴۵ سانتي ګراد ته رسېدلې ده.