اردوغان: کودتاچیان دې د ګوانتنامو جامو کې محاکمه شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، له لومړي وزیر سره یې د کودتا د طراحانو په اړه خبري کړي او ویلي یې دي چې هغوی دې محکمې ته د ګوانتنامو زندانیانو په څېر جامو کې حاضر کړل شي.
ښاغلي اردوغان زیاته کړه، د کودتاچیانو سرونه به ور پرې کړي. هغه په ټینګار وویل، که پارلمان د اعدام قانون بیا تصویب کړي، ډېر ژر به یې لاسلیک کړي.
نوموړي چې په ستانبول کې د تېر کال د جولای د پنځلسمې د ناکامې کودتا په لمانځغونډه کې زرګونو کسانو ته خبرې کولې وویل، له ټول ملت څخه، چې له هېواده یې دفاع وکړه، منندوی دی.
ښاغلي اردوغان وویل، ۲۵۰ کسانو ژوند له لاسه ور کړ خو هېواد خپله راتلونکې ډاډه کړه: " کودتا والو چې پر هغه شپه پول وتاړه، غوښتل یې نړيوالو ته وښيي چې پر ترکیې لاسبري شوي، خو له میلیونونو کسانو سره مخامخ شول چې د هېواد د عزت د دفاع لپاره سړکونو ته راوتلي وو. "

د عکس سرچینه، Getty Images
دولت په تېر یوه کال کې د ناکامې کودتا په تړاو څه باندې ۱۵۰ زره دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي او په خبره یې چې چاڼ روان دی.
د ترکیې حکومت په ټولو هغو کسانو پسې لټه کوي چې له امریکا مېشتې مذهبي مشر فتح الله ګولن سره د اړیکو لرلو شک پرې کېږي.
د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵مه د ترکیې د پوځيانو یوې ډلې ستانبول ته غځېدلي پلونه وتړل، ټلویزونونه چینلونه او د هېواد تر ټولو لوی هوايي ډګر یې تر خپل کنټرول لاندې راوستل او د کودتا هڅه یې وکړه، خو ونه توانېدل.






