تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي عربستان قطر ته ټاکلی ضرب الاجل ځنډولی
سعودي عربستان او ملګرو هېوادونو یې د کوېټ په غوښتنه قطر ته د ټاکل شوي ضرب الاجل موده دوه ورځې نوره هم غځولې ده.
د عربستان، بحرین، مصر، او متحده عربي اماراتو له خوا قطر ته د ټاکل شوي ضرب الاجل نېټه تېره شپه په داسې حال کې پای ته ورسېده چې قطر د یادو هېوادونو له خوا د وړاندې شويو ۱۳ شرطونو له منلو انکار وکړ.
په ورته مهال قطر ویلي، خپل ځواب به د کویټ امیر شیخ صباح احمد الصباح ته وسپاري.
کویټ د دواړو لوریو تر منځ د منځګړي هېواد رول لوبوي.
سعودي عربستان او ملګرو یې تېره میاشت له قطر سره خپلې اړیکې پرې کړې او د بېرته عادي کېدو په پار یې ورته ۱۳ شرطونه وړاندې کړل.
په په یادو شرطونو کې د اخوان المسلمین له ملاتړه لاس اخیستل، د الجزیرې تلوېزیوني شبکې تړل، له ایران سره د اړیکو کمول، د قطر په خاوره کې د ترکیې د نظامي اډې تړل او نور شامل دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ احمد بن عبدالرحمن تېره ورځ په ایټالیا کې وویل، هېواد یې د یادو شرطونو منلو ته چمتو نه دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه له ښکېلو غاړو وغوښتل له ډیپلوماسۍ کار واخلي.
عربي متحده اماراتو ګواښ کړی و که قطر یې شرطونه ومني، نو پرې لګول شوي بندیزونه به لا سخت کړي.