تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عکسونو البوم: د لندن په یوه استوګنځي کې اورلګېدنه
د لندن په لوېدیځه سیمه کې د استوګنې یوې ودانۍ کې اور لګېدلی چې یو شمېر کسان یې ټپیان کړي دي. داسې وېره هم شته چې ځینې کسان دې په ودانۍ کې اېسار پاتې وي. سیمې ته د ژغورنې ډله رسېدلې. دغې ۲۷ پوړېزې ودانۍ کې اور نن سهار لګېدلی دی. اور د لندن پر وخت یوه بجه ۱۶ ولګېد او د وژلو لپاره یې ۲۰۰ اور وژونکي بوخت دي. د لندن روغتیا چارواکي وايي، چې ۳۰ کسان یې روغتون ته د درملنې لپاره وړي دي.