امنیت شورا شمالي کوریا ته د نویو بندیزونو ګواښ کړی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وروستۍ توغندیزې ازموینې له کبله پر شمالي کوریا د نویو بندیزونو لګولو ګواښ کړی.

د دغې شورا په خبرپاڼه کې د شمالي کوریا د امنیت له شورا د نورو توغندیزو ازموینو درولو غوښتنه شوې ده.

شمالي کوریا ویلي، د یکشنبې په ورځ یې یو نوی توغندی ازمویلی چې لوی اتومي سروکي لېږدولی شي.

دغه توغندي کابو ۷۰۰ کیلومتره واټن وهلی چې د جاپان سمندر لوېدیځ ته تر ۲۰۰۰ کیلومتره ختلو وروسته رسېدلی.

پیونګیانګ ټینګار کوي چې ''د بالیستیک توغندیو سیستم یې پیاوړی'' کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ۲۰۰۶ کال راهیسې پر شمالي کوریا شپږ ځلې بندیزونه لګولي.

واشنګټن له شمالي کوریا سره خبرې په ټپه درولې دي او شرط یې دا دی چې پیونګیانګ له توغندیزو ازموینو نه وي اوښتی، تر هغو به خبرې ونه کړي.

د تېرې یکشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې ''پیونګیانګ د اوږدمهال لپاره د توغندیو له اړخه ګواښ دی او وروستی خبرداری د ټولو هېوادونو لپاره د خطر زنګ دی، چې پر وړاندې یې باید پر شمالي کوریا بندیزونه ولګول شي.''