تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له ۶۳ کلنې ښځې سره د فرانسې د ځوان ولسمشر مینه او سیاسي یون
- Author, امان الله عطا
- دنده, بي بي سي لندن
د مې اوومې ناوخته ماښام اته بجې وې، پر پلازمېنه پاريس سربېره د فرانسې لروبر لويو ښارونو کې د دغه هېواد ولسمشرۍ ټاکنو دوهم پړاو کې د رايو ورکولو مرکزونه وتړل شول. د ځوان او يوې نوې سياسي څېرې څښتن اېمانوېل مکرون زرګونه پلويان د پاريس په زړه کې له لوور موزيم بهر راغونډ شوي وو.
لوور د نړۍ تر ټولو لوی موزيم او هم د پاريس يوه مهمه تاريخي نښه ګڼل کېږي، چې د پلازمېنې له زړه تېرېدونکي سيند، سېن د شمالي غاړې نژدې واټڼ کې دی.
د رايې ورکولو له پای ته رسېدو سره سمدلاسه، ۳۹ کلن اېمانوېل مکرون ګټونکی اعلان شو، او د ۶۶،۱٪ سلنه رايو په ګټلو يې خپلې ښي اړخې توندلارې سيالې مارين لوپېن ته چې د ګټلو رايو سلنه يې ۳۳،۹٪ وه، ماته ورکړه.
ښاغلي مکرون له لوور موزيم بهر راغونډو شويو پلويانو ته وينا کې ويل چې په بري يې د فرانسې تاريخ کې يوه نوې پاڼه واوښته.
ويل يې غواړي دا "د هيلې پاڼه وي، داسې چې باور نوی کړي". دا ماښام خپلو لمانځونکو پلويانو ته خبرو کې دی هم پر خپل ځان باوري ښکارېده. "نن تاسې وګټله، فرانسې وګټله، هر چا به ويل چې دا ناشونې ده، خو دوی فرانسه نه پېژني".
فرانسه د پاڅونونو ټاټوبی
اېمانوېل مکرون له خپل بري وروسته خبرو کې د فرانسې ملي شعار "ليبرټې، ايګاليټې، فراټرنيټې" يا (ازادۍ، برابرۍ او ورولۍ) يادونه کوله، چې ريښې يې د دغه هېواد د ۱۷۸۹ کال پاڅون ته رسېږي.
ښاغلی مکرون له ناپېليون بوناپارټ راهيسې چې په ۱۸۰۴ کال کې په ۳۵ کلنۍ د فرانسې امپراتور شوی و، څه د پاسه دوو پېړيو کې تر ټولو ځوان ولسمشر دی.
د ۲۰۱۶ اپرېل کې اېمانوېل مکرون هغه مهال چې د سوسيالېست فرانسوا اولاند حکومت کې د اقتصاد وزير و، يو نوی سياسي غورځنګ (ان مارش) پيل کړ. څلور مياشتې وروسته يې حکومتي دنده پرېښوده، او ولسمشرۍ ته یې د رسېدو ملا وتړله. يو کال وروسته يې د اپرېل پر ۲۳ مې د ولسمشرۍ لومړي پړاو ټاکنو کې لومړی ځای، او بيا د مې پر ۷ مه د فرانسې ولسمشري وګټله.
دی پر دې باور دی، د ناپېليون په څېر چې د اتلسمې پېړۍ پوځي ډګر کې يې د فرانسې او خپلې امپراتورۍ لپاره يوه پر بله پسې جګړې ګټلې، د اوسنۍ فرانسي سياسي ډګر کې يو پر بله پسې سياسي مبارزې ګټي، او له خپل پوره ځواک او تاندې انرژۍ سره رامخکې شوی، نو د ننګونو همدې سخت وخت کې به د خپل هېواد مشري کوي.
سخته دنده
څه د پاسه يوه کلنه موده کې اېمانوېل مکرون په اوچتو او ګړنديو ګامونو په پاڅونۍ سوبې ځان ايليزې ماڼۍ ته ورساوه. خو د ډېرو په باور يې تر مخ پرته دنده اسانه نه ده.
د مې پر اوومه پاريس کې د ښاغلي مکرون د ټاکني مرکز بهر يو ځوان راته ويل "باوري نه يم، ځکه د دغه نوي مشر په راتلو راته د فرانسې راتلونکی روښانه نه برېښي".
په ۲۰۱۲ کې سوسيالېست فرانسوا اولاند د ولسي غورځنګ ټولنې چې په ۲۰۱۵ کال کې يې نوم په "ريپابليکانز يا جمهوريان" بدل کړ، نوماند او د هغه مهال ولسمشر نيکولا سرکوزي ته ماته ورکړه. خو لنډه موده کې د ښاغلي اولاند شهرت او ملاتړ خورا کمزوری شو، ان تر دې چې ډېر یې د سږني کال ولسمشرۍ ټاکنو کې د سوسيالېست ګوند شاته والي پړه هم د ده له نامه او پاتې راتلو سره تړي.
اوس د ښاغلي مکرون پر وړاندې څو لويې ستونزې دي، سملاسي ستونزه يې د ځينو په باور تړلي لاسونه دي، اوسمهال يې پارلمان کې ګوند هېڅ استازي نه لري، او دا چې څه ډول به خپل سره وېشلی اولس يو موټی کوي.
پارلماني ټاکنې د جون پر ۱۱ مه او ۱۸ مه کېږي، د ښاغلي مکرون ګوند یې سر له اوسه ورته په تياري پيل کړی، او خپل نوم يې له "ان مارش" يا (پر غورځنګ) نه "لا ريپاليک ان مارش" (جمهوريت پرغورځنګ) ته اړولی دی.
د امنيت ننګونه او د توندلارۍ کابو کول
د ۲۰۱۵ کال له پيل راهيسې فرانسه کې مرګوني ترهګر بريدونه وشول، چې د پاريس شارلي اېبډو اونيزې کارتوني مجلې پر دفتر وسله وال بريد (۷ جنورۍ ۲۰۱۵ چې ۱۲ کسان په کې ووژل شول)، د بتکلان تياتر وسله وال بريد (۱۳ نومبر ۲۰۱۵ چې ۹۰ کسان په کې ووژل شول) او د نيس لارۍ بريد (۱۴ جولای ۲۰۱۶ چې له ۸۰ زيات کسان په کې ووژل شول) پر دې سربېره نورو بريدونو کې ټولټال ۲۳۶ کسان ووژل شول. اسلامي دولت نومې ډلې ويلي وو دا ټول بريدونه د همدوی کار و.
سوريه او عراق کې روانه جګړه د لوېديځ لپاره يو لوی سرخوږی دی، او له هغه راهيسې چې په ۲۰۱۴ کال کې اسلامي دولت نومې ډلې خپل جوړښت اعلان کړی، دغو دواړو هېوادونو کې د دې ډلې ماتول اوله منځه وړل، نه يوازې د فرانسې لپاره چې له ترکيې وروسته يې تر ټولو مرګونو بريدونو ګوزارونه خوړلي، ټولې ارپايي ټولنې او د ناټو ټول تړون لپاره د سر لومړيتوب دی.
اېمانوېل مکرون د اروپايي ټولنې او د جوړښت دننه يې د پرانيستو پولو پلوی دی، نو پر کور دننه د امنيت ټينګښت لپاره غواړي د پوليسو ځواک لا نور پياوړی او هم د ورانکارۍ مخنيوي لپاره د زندانونو پر پراخوالي کار وکړي. سلګونه هغه ځوانان چې فرانسه کې زېږېدلي، او عراق او سوريه کې له اسلامي دولت نومې ډلې سره يو ځای شوي، د خطر او ګواښونو مخنيوي لپاره به یې خوځښت او ځای ځايګی له نژدې څارل کېږي. پر دې سربېره د فرانسه دننه د توندلارۍ کابو کولو لپاره ښاغلي مکرون خپلو پلانونو کې په ډاګه کړې چې ديني او مذهبي مشرانو ته د فرانسې د سيکيولر ارزښتونو بشپړه روزنه ورکول کېږي.
اقتصادي رغېدا
په ۲۰۰۸ کال کې له نړيوال اقتصادي کړکېچ راهيسې فرانسې د رغېدو ورو خو ثابت ګامونه اخيستې دي. د اقتصاد يو پخواني وزير په توګه د ښاغلي مکرون اقتصادي مخينه ټاکنو کې د ده د هلو ځلو لويه برخه جوړوله.
ټاکنو کې يې له برياليتوب سره يورو تېرو شپږو مياشتو کې د ډالر پر وړاندې لوړه شوه. دی غواړي يوروزون کې پاتې شي خو اصلاحات په کې راولي. يوه تر ټولو لويه دنده به یې فرانسه کې د بې کارۍ کچې راټېټول وي، چې اوس مهال ۱۰،۱٪ سلنه ده، شاوخوا درې ميليونه وګړي چې اوسمهال د کار په لټه کې دي. په فرانسه کې د بې کارۍ حال د ګاونډيو هېوادونه پرتله ډېر بد دی، هالنډ کې له ۵٪ لږ څه زيات، جرمني کې له ۴٪ لږ څه ټيټ او بريتانيا که هم دا کچه له ۵٪ سلنې ټيټه ده.
مينه او د زلميتوب ژمنه
داسې ښکاري، چې د يو بانکوال او اقتصادي کارپوه په توګه اېمانوېل مکرون، هم مينه او هم د خپل ژوند لاره په عملي ډول ګز او پل، او هم له وړاندې د هرې چارې کره پلان او حساب کتاب کوي.
۳۹ اېمانوېل مکرون له خپلې مېرمنې برېجېټ ۲۴ کاله کشر دی. دی د فرانسې شمال اميان ښار جوسوي ښوونځي کې هغه مهال پر خپله ښوونکې مين شوی و، چې ۱۵ کلن و. برېجېټ يې بيا په اړه ويل ده "د يو زلمي پرتله ډېر له نورو لويانو سره ورته اړيکه ساتله، د دغه هلک ځيرکتيا راباندې بشپړه برلاسې شوې وه."
په ۱۷ کلنۍ اېمانوېل خپلې اوسنۍ مېرمنې ته ويلي وو، يوه ورځ به واده ورسره کوي، يوه لسيزه وروسته يې په ۲۰۰۷ کال کې کړې ژمنه او هوډ پوره کړ، او په ۲۷ کلنۍ يې له خپلې ښوونکې سره، چې له ۴۰ اوښتې وه، واده وکړ.
اوس د ښاغلي مکرون مور وايي، دا برېجېټ ته د نږور پرتله ډېر د يوې ملګرې په سترګه ګوري.