لومړنۍ سناتوره چې پارلمان کې یې لور ته شیدې ور کړې

د عکس سرچینه، Reuters
اسټرالیايۍ لاریسا واټرز لومړنۍ سیاستواله ده چې په پارلمان کې یې خپل تیخور ماشوم ته خپلې شیدې ور کړې.
د چپي یا زرغون ګوند مشرې لاریسا واټرز د سې شنبې په ورځ په مشرانو جرګه کې د غونډې پر مهال خپلې دوه میاشتنۍ لور ته تی ور کړ.
د اسټرالیا ولسي جرګې هم تېر کال ماشوم ته د تي ور کولو اجازه وکړه، خو تر اوسه کومې وکیلې یا سناتورې ماشوم ته تی نه و ور کړی.
لاریسا واټرز په فیسبوک کې ویلی: "په پارلمان کې نورو میندو او پلرونو ته اړتیا ده، موږ ته د کار کولو داسې ځای پکار دی، چې ډېر کورنۍ پال او د ماشومانو ساتونکی او منونکی وي".
د کارګر ګوند سناتورې کیټي ګیلیګر د اسټرالیا له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلي: "مېرمنې بچي زېږوي، که کار کوي، نو د کار پر مهال د بجیو پالل هم غواړي، دا حقیقت دی چې موږ باید اجازه ور کړو".

د عکس سرچینه، Getty Images
تېر کال د اسټرالیا ولسي جرګې خپلو غړو ته اجازه وکړه، چې د پارلمان یا پبلېک ګالري ته کوچنیان راوړلی او تی ور کولی شي، خو مشرانو جرګې پر ۲۰۰۳ کال ماشومانو ته د تي ور کولو اجازه کړې وه.
تېر کال د برتانیا سیاستوالو غوښتنه کړې وه چې په پارلمان کې دې د تي ور کولو په اجازه غور وشي.
د نړۍ په پارلمانونو کې ماشومانو ته تی ور کول نازکه مسله ده.
پر ۲۰۱۶ کال د اسپانیا د پارلمان غړې کیرولینا بیسکانسا جرګې ته د خپل بجي د راړلو او تي ور کولو له ا مله له سختو نیوکو سره مخ شوه.








