د پاکستان دفاع وزير: پر ډيورنډ کرښې سرغړونو ته به مناسب ځواب ووايو

پاپ فرانسېس

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

ډيلي ټلېگراف:

ډيلي ټلېگراف وايي د نړۍ د کاتوليکو مسيحيانو مشر پاپ فرانسېس ويلي د بمونو راپېژندلو لپاره دې بويه د مور نوم و نه کارول شي.

نوموړي د امريکا ستر بم ته په اشاره دا نيوکه کړې، چې د بمونو مور نومول شوى.

پاپ فرانسېس وايي پر وژونکې وسلې د مور نوم اېښوول سم کار نه دى، ځکه مور انسان ته ژوند وربښي او او دا يانې بم د انسان ژوند اخلي.

پاپ فرانسېس وايي په لومړي ځل يې چې دا نوم واورېد، نو د شرم احساس يې وکړ.

اکسپرېس ټريبيون:

.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، افغان چارواکي وايي، د پاکستاني ملېشه ځواک د برید مخه یې نیولې

پاکستانۍ اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په سپين بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو وروستۍ نښتې په تړاو د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف څرگندونې راخيستي چې وايي هېواد به يې پر ډيورند کرښې سرغړونو ته مناسب ځواب ووايي.

ښاغلي اصف چې په سيالکوټ کې له خبريالانو سره خبرې کولې ويلي اړتيا ده تلپاتې سولې لپاره دوه اړخېزې همکارۍ ډېرې شي خو ټينگار يې کړى چې په وينايې پوله به څاري او ساتنه به يې کوي.

په همدې حال کې ډان ورځپاڼې ليکلي چې بلوچستان کې د پېښو په وړاندې د مبارزې ايالتي ادارې د شخړې له سيمې د کورنيو د وتلو لارښوونه کړې.

واشنگټن پوست:

دغې امريکايۍ ورځپاڼې د بوکو حرام له بند نه د ٨٢ نايجريايۍ نجونو د خوشي کېدو په تړاو مطلب خپور کړى.

نجونې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، خو ورځپاڼه پوښتي چې پاتې نورې نجونې څه شوې؟ آيا په عملياتو کې وژل شوي؟ او که د بوکوحرام وسلوالو ورسره ودونه کړي او نه يې پرېږدي؟

په مطلب کې راغلي د ٢٧٦ نجونو له ډلې چې په ٢٠١٤ م کال کې تښتول شوې وې يو شمېر يې په تېښته بريالي شوي و، ٢١ يې په تېر اکتوبر کې پرېښوول شول، خو ٢٠٠ تنه يې لادرکه و.

د ورځپاڼې په وينا اوس چې د ٨٢ نورو د خوشې کېدو خبر را رسېدلى د خوښۍ خبره ده، او د نايجريا حکومت لپاره برى بلل کېږي.

خو ورځپاڼه پوښتي چې پاتې نورې نجونې څه شوې؟ آيا په عملياتو کې وژل شوي؟ او که د بوکوحرام وسلوالو ورسره ودونه کړي او نه يې پرېږدي؟

ورځپاڼه وايي تښتول شوې نجونې د هغو زرگونو کسانو يوه کوچنۍ برخه جوړوي چې بوکوحرام تښتولي دي، او اوس هم ٥٠٠ ماشومان تري تم دي.