تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګرو ملتونو ملاله یوسفزۍ تر ټولو کم عمره د سولې پیغام رسونکې وټاکله
نوبل جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ د ملګرو ملتونو له لوري د سولې تر ټولو کم عمره پیغام رسونکې ټاکل شوې ده. ۱۹کلنه ملاله دا مهال خپله زده کونکې ده ، چې د بریتانیا یوه وتلي پوهنتون ورته وړاندیز کړی، لوړې زده کړې دوی سره وکړي او راتلونکي کې به د نوموړې ډېره توجه د نجونو زده کړو ته وي.
۲۰۱۲ کال کې وسله والو طالبانو د نجونو زده کړو مبارزې له کبله پر نوموړې برید کړی و. نیویارک کې د دغې ویاړنې منلو پر مهال ملالې وویل:
'' ( بدلونونه راوستل ) له موږ سره پیلېږي او باید همدا اوس پیل شي. که غواړئ راتلونکی مو روښانه شي، همدا اوس باید کار پیل کړئ 'او ' هېچا ته باید انتظار و نه کړئ. ''
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترڅ ملاله د هغه څه سمبول وبلله، چې وايي ''د ټولې نړۍ لپاره ښايي تر هر څه مهم دی او هغه زده کړې دي. ''
ملالې ته د بریتانیا یوه پوهنتون وړاندیز کړی، چې له لیسې نه له لوړو نومرو سره د فراغت په صورت کې کولای شي دغه پوهنتون کې د سیاست، فلسفې او اقتصاد برخه کې لوړې زده کړې وکړي.
ملاله په سوات کې له ښوونځي نه کورته پر لاره وه، چې وسله والو پرې برید کړی و.
هغې دا نه دي ویلي، چې کوم پوهنتون ورته د سکالرشپ وړاندیز کړی، خو له دې مخکې یې ویلي و، د اکسفورډ یوه پوهنځي کې د سند اخیستو لپاره ورسره مرکه شوې وه.
د ملګرو ملتونو سولې جایزې لپاره د هنرونو، ادب، ساینس، سپورت او د ژوند د نورو برخو اړوند کسان ټاکل کېږي. محمد علي، جورج کلونې، مایکل ډوګلاس، لیوناردو دي کپریو، سټیو ونډر او شارلیز تهیرون هغه کسان دي، چې مخکې د سولې سفیر په توګه ټاکل شوي دي.