تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملاله یوسفزۍ 'د سولې پیغام رسوونکې' ټاکل کېږي
د نوبل جایزې تر ټولو کم عمره وړونکې ملاله یوسفزۍ د ملګرو ملتونو لخوا "د سولې پیغام رسوونکې" ټاکل کېږي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرش د جمعې په ورځ (اپرېل ۷مه) وویل، ۱۹ کلنه یوسفزۍ به له دوشنبې ورځ خپل کارونه پیل کړي او په نوی رول کې به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نجونو تعلیم پراختیا لپاره هڅې وکړي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې، ملالې یوسفزۍ ته د سولې پیغام رسونې مسوولیت ورکړې اعلان به نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وشي.
دا مراسم د قیمومیت شورا په خونه کې ترسره کېږي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د ملالې یوسفزۍ د ټاکلو په اړه وویل، هغې د سختو ګواښونو په شتون کې د ښځو او نجونو او نورو عامو انسانانو د حقونو لپاره نه ستړي کېدونکې هڅې کړې دي.
د نجونو د تعلیم لپاره د هغې هڅو په ټوله نړۍ کې دغې خوځښت نه ساه ورکړه. د ملګرو ملتونو تر ټولو کم عمره د نوبل جایزې ګټونکې اوس د سولې پیغام رسوونکې په توګه ټاکل کېدو سره د عدالت پروره او خوندي نړۍ جوړولو کې خپل رول ترسر کوي.
ملاله یوسفزۍ د ۱۹۹۷ کال د جولای په ۱۲مه د پاکستان په سوات دره کې زېږېدلې. په ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو په ډزو تر ټپي کېدو وروسته هغه په نړۍ کې د نجونو د تعلیم لپاره د هڅو سمبول شو. له بریده تر روغ وتلو وروسته هغه په ټوله نړۍ کې د نجونو د تعلیم مدافع وګرځېده.
په ۲۰۱۳ کال کې ملالې او د هغې پلار ضیاؤ الدین یوسفزي په نجونو کې د پوهاوي رامنځته کولو لپاره د ملالې بنسټ جوړ کړ. د نوبل جایزې ګټونکو په ډله کې ملاله یوسفزۍ ترټولو کم عمره وه چې د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر کې یې دغه جایزه خپله کړه.