تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سریلانکا کې د مېندوارۍ لپاره تر یوه کاله رخصت اخیستل کېدای شي
سریلانکا حکومت پرېکړه هغو ښځینه مامورینو ته تر یوه کاله پورې رخصت ورکول کېدای شي، چې د مېندوارۍ لړ کې له ستونزو سره مخامخ وي.
حکومت وايي که کومه ښځینه کارکوونکې د مېندوارۍ لړ کې له ستونزو سره مخامخ وي، کولای شي تر یوه کاله پورې بې معاشه رخصت واخلي.
د بي بي سي ادې کومار رتنایګم د چارواکو له قوله وايي، دغه رخصت یوازې حکومتي کارکوونکې مېرمنې اخیستی شي.
هغه مېرمنې، چې د مېندوارۍ لړ کې ستونزې لري په هېواد کې دننه او یا هم له هېواده بهر د دغو رخصتیو پر مهال کولای شي درملنه وکړي.
حکومت د رخصتۍ اخیستو لپاره د متخصص ډاکټر له لوري د لیکلې سپارښتنې شرط ایښي دي. د ډاکټر سپارښتنې پر بنسټ به کارکوونکې مېرمنې ته د درملنې لپاره رخصت ورکول کېږي.
سریلانکا کې ډېری بې اولاده جوړې د درملنې لپاره د هند تامل ناډو ایالت ته ځي. دا وروستیو کې د هندوستان حکومت هم د مېندوارۍ لپاره د رخصتۍ موده له دریو میاشتو نه شپږ میاشتو ته د غځولو پرېکړه کړې وه.