د امریکا په ضد جنګېدلې ویتنامۍ مېرمنې

عکاس لي کرن سټو په وروستیو کې ویتنام ته د هغو ښځو د لیدلو لپاره تلی چې د خپل هېواد په ملاتړ یې له امریکا سره جګړه کړې ده.

د هغه وخت د شمالي ویتنام کمونېست مشر ولسمشر هو ي مېن دا خبره کړې وه چې د خپل هېواد د یووالي او جګړې لپاره ښځو ته هیله کېدله.

ډېرې مېرمنې د ویتنام خلکو پوځ سره داوطلبې یو ځای شوې او د جګړې په لومړۍ کرښو کې یې د روغتیاپالو او جنګیالیو دنده درلوده، نورې په جنوبي ویتنام کې له (ویټ کانګ) سره د ځمکې لاندې تونلونو کې د پټو عملیاتو او د پلانونو شنډولو لپاره د دښمن د کرښو شا ته وګومارل شوې.

نګین تای نیګ

په ۱۹۱۸ کال زېږېدلې د ویتنام جنوب کې په هو چي مین ولسوالۍ کې اوسي. نوموړې د فرانسې د نېواک په ضد جګړه کړې چې په ۱۹۵۴ کې ماته ور کړل شوه. هغو سرتېرو ته به یې ډوډۍ رسوله او پناځي به یې ورته برابرول چې د فرانسې په ضد جنګېدل.

وروسته یې د امریکا په ضد جګړه کې دوه زامن له لاسه ور کړل. د هغو پنځوس زرو ښځو له ډلې ده چې د قربانۍ له امله د یتنام اتلې میندې نوم ور کړل شوی دی.

ډو تي نټ

د ویتنام بله اتله مور ده، په چي مینچ ښار کې له خپلو دوو لونو سره ناسته ده.

نوموړې په دوو جګړو (د امریکا او فرانسې) په ضد جګړه کړې، یو زوی او خاوند یې په ۱۹۶۸ کال د ویتنام جګړې په خورا بدو کلونو کې وژل شوي دي. بل زوی یې چې ۱۶ کلن و له پوځ سره یو ځای کېده، خو مور یې منع کړ.

نګو تي لان

نګو تي لان د لومړني ښوونځي ښوونکې وه چې داوطلبه په ۱۹۷۱ کال د ویتنام خلکو پوځ سره یو ځای شوه. د ۵۵۹ لېوا سره یې د روغتیاپالې کار پیل کړ.

هغه وايي: " له هر چا هیله کېدله چې د امریکا په ضد وجنګېږي، ځینې وخت به ډېر کسان ټپي کېدل او زه به یې اغېزمنولم ".

نګین تي ون

نګین تي ون له خپل خاوند سره په عکس کې ده. پلار یې وهڅوله چې په ۱۹۷۱ کال له ۵۵۹ لېوا سره یو ځای شي. دې لېوا د شمالي ویتنام څخه جنوبي ویتنام ته اکمالات کول.

هغې د ځواکونو ترمنځ د اړیکو ساتلو او ټیلیفون رغولو مسوولیت درلود. "موږ ډېرې بوختې وو، نه به ډارېدلو. ان له مرګ نه ډارېدلو، د شپې به که یواځې په ځنګل کې روانې وو، بیا هم نه ډارېدو".

نګو تي لان

نګو تي لان د لومړني ښوونځي ښوونکې وه چې داوطلبه په ۱۹۷۱ کال د ویتنام خلکو پوځ سره یو ځای شوه. د ۵۵۹ لېوا سره یې د روغتیاپالې کار پیل کړ.

هغه وايي: " له هر چا هیله کېدله چې د امریکا په ضد وجنګېږي، ځینې وخت به ډېر کسان ټپي کېدل او زه به یې اغېزمنولم ".

نګیون تي تین

نګیون تي تین له خپل خاوند سره ولاړه ده. هغه د منځني ښوونځي زدکوونکې وه چې له ۵۹۲ پیپلیینګ لېوا سره یو ځای شوه. پر خپل کلي له بمبار وروسته یې جګړې ته ملا وتړله. دوی کرونګر او کلیوال ووژل. " بمونه مې لیدل چې غورځېدل زه یې سخته غوسه کړم ".

موږ تل له ګواښ سره مخ و لکه: " دښمن، ناروغۍ، د ځناورو وېره. د ملاریان له امله مو وېښتان ولوېدل د خوراک لپاره مو ډېر څه نه لرل. خو د ضمیر مقاومت مو په بدني مقاومت بدل شو او هیڅکله تسلیمې نه شوو ".

هه تي مک

هه تي مک اوس ۶۰ کلنه ده د ۵۵۹ لېوا داوطلبه پوځۍ وه، د پوځيانو د اکمالاتو لپاره یې په ځنګلونو کې کار کاوه: "موږ به کله کله د ویټامییونونو له کمښت سره مخ شوو، ډېر هغه کسان له ملاریا مړه شول، چې د وریځو ټولو پسې وتلي و، موږ د پاڼو ضد کیمیاوي وسلو اغېزمن کړي و".

له جګړې وروسته هغې زدکړې پیل کړې، اوس د امریکا د کیماوي وسلو له امله د ویتنام د قربانیانو ټولنې د نړیوالو اړیکو څانګه کې کار کوي.

" ما ملګري لیدل چې وژل کېدل، زه بختوره یم چې ژوندۍ یم، له جګړې وروسته مې بیا زدکړې پیل کړې، خو زما ملګرو د امریکا له خوا د کارول شویو کیمیاوي وسلو له امله ستونزې درلودې. ډېر ماشومان په بد وضعیت کې دي، دوی ناروغۍ لري ټوله