اسراییل د چرسو کارول قانوني کوي

ر

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، اسراییل په طبي برخه کې د چرسو کارولو مهم هېواد بلل کېږي.

د اسراییل حکومت وايي، په شخصي ډول د چرسو کارلو د جرم سزا کموي.

حکومت هڅه کوي چې په لومړیو کې د دې جرم سزا یواځې تر ناغې یا جرمانې پورې را ټیټه کړي.

په اسراییل کې د چرسو پېر او پلور او تیارول یې بې قانونه دي او د نوې پالیسۍ د پلي کېدلو لپاره د پارلمان رایه پکار ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د اسراییل ۹ سلنه وګړي چرس کاروي، خو کارپوهان وایي، چې دا شمېر له دې لا ډېر دی.

اسراییل د دې پرېکړې د ارزولو لپاره یوه جرګه ګۍ جوړه کړې وه او اوس د دې جرګه ګۍ له وړاندیز وروسته دا ګام پورته کول غواړي.

په څو اروپايي او څو امریکايي هېوادونو کې هم د چرسو کارول قانوني شوي دي

د اسراییل لومړي وزیر بنیمین نتن یاهو د پارلمان له رایې مخکې کابینې ته وویل "له یوې خوا به موږ راتلونکي ته ځان چمتو کوو او له بلې خو به د دې پرېکړې د خطرې انډول ساتلو هڅه کوو".

د اسراییل د قانون وزیر ویلي، چې "هېواد یې په نړۍ کې د چرسو د کارولو په تړاو بدلون له پامه نشي غورځولی".

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په مختلفو هېوادونو کې چرس قانونی شوي.

په دا مهال د اسراییل عامه امنیت وزیر ګلاد اردان ويلي، چې د چرسو قانوني کول به د مجرمو هڅو پر ځای د خلکو پر درملنه او لارښوونه چورلي.

د نوي قانونه له مخې به په لومړۍ پېښه کې مجرم ۲۷۰ ډالر جرمانه کېږي، دویم ځل به دا جرمانه دوه چنده کېږي. دریم ځل به تعلیقي بند سره مخ کېږی او څلور ځل به په جرم محکوم کېږي.

د چرسو په طبي کارونه اسراییل یو خورا مهم هېواد بلل کېږي.