تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ خبریالانو کلنۍ ماښامنۍ کې ګډون نه کوي
د سپینې ماڼۍ کلنۍ مېله یا ماښامنۍ له کابو یوې پېړۍ راهیسې واشنګټن کې جوړېږي، خو سږ کال به د امریکا ولسمشر، چې له رسنیو چندان ښه خاطره نه لري، پکې ګډون ونه کړي.
دغه شانداره مراسم د خبریالانو، سیاستوالو او نورو مشهورو څېرو په حضور کې جوړېږي چې غالباً د امریکا ولسمشر هم له دود سره سم ګډون پکې کوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یوه ورځ وروسته تر هغه سپینې ماڼۍ ځینې رسنۍ له خبري پوښښه وشړلې، وویل په دې مراسمو کې به برخه وانخلي.
نوموړي پر ټویټر لیکلي وو: "د سپینې ماڼۍ د خبریالانو ټولنې ماښامنۍ کې ګډون نه کوم. هیله ده ټول پخیر وي او ګلالۍ ماښامنۍ ولري."
ښاغلي ټرمپ څو ځلې رسنۍ په "دروغو خبرونو" خپرولو تورنې کړې دي.
د جمعې په ورځ د بي بي سي، سي اېن اېن، نیویارک ټایمز، ګارډین، لاس انجلیس ټایمز، بازفیډ، ډیلي مېل او پولیټیکو په ګډون رسنۍ د سپینې ماڼۍ د ویاند خبري ناستې ته پرې نه ښودل شوې.
له دې کنفرانس څو ساعته وړاندې ډونلډ ټرمپ پر رسنیو تونده نیوکه وکړه او هغه یې د "خلکو د دښمنانو د خبرونو" تبلیغاتي وسیله وبلله.
د "بلومبرګ" او "نیویارکر" مجلې خبري رسنۍ له هغو رسنیو دي چې وايي، سږ کال خپل کلنۍ جشن په معمول جلا ډول نه جوړوي.
ځینو نورو رسنیو بیا له خبریالانو غوښتي چې دغه جشن یا ماښامنۍ ته ورنه شي.
له ۱۹۲۴ کال راهیسې د امریکا تېر ټول ولسمشران لږترلږه یوځل د سپینې ماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلې (ماښامنۍ) ته ورغلي دي.
معمولاً د امریکا ولسمشرانو په دغو مراسمو کې په ټوکامیزه ډول د کال حساسو مسلو ته اشاره کړې ده.
د امریکا مخکیني ولسمشر بارک اوباما د خپلې ولسمشرۍ په اته کلنې دورې کې په دې مراسمو کې ګډون کړی دی.
د ۲۰۱۱ کال په مراسمو کې اوباما ډونلډ ټرمپ ته په اشارې سره مېلمنو ته ویلي وو، که هغه ولسمشر شي، سپینه ماڼۍ به په قمارځي بدله کړي، خو ټرمپ یې په ځواب کې ویلي وو، اوباما امریکا کې نه دی زیږېدلی.
له ولسمشر کېدا وړاندې ډونلډ ترمپ په تېرو کلونو کې هم دغې ماښامنۍ ته ورغلی و.
هغه مهال ډونلډ ټرمپ د نیویارک ښار د یوه لوی سوداګر په توګه د کامرو پروړاندې په تریو مخ راڅرګند شو، خو بیا یې هم وویل چې د سږ کال مراسم یې "ډېر خوښ شول".