تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ بیا پر رسنیو تونده نیوکه وکړه
د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ فلوریډا ایالت کې "د امریکا لپاره راغونډېدو" غونډه کې پر رسنیو یوځل بیا ټینګه نیوکه وکړه.
نوموړي خپلو راغونډو شویو پلویانو ته وویل، رسنۍ نه غواړي چې "حقیقت ولېږدوي" او دوی خپلې اجنډاوې لري.
دا مراسم د ټرمپ د ډلې له خوا جوړ شوي وو، نه د سپینې ماڼۍ له لوري، چې تر ډېره د ولسمشرۍ د ټاکنیز کمپاین بڼه یې لرله.
څارونکي وايي، د ټاکنیز کمپاین پېر ته له ورته غونډو ښکاري چې د امریکا ولسمشر ته دا کار مناسب نه ښکاري.
دا غونډه داسې مهال شوې چې کابو یوه اونۍ وړاندې د ټرمب د ملي امنیت سلاکار مایکل فلېن له خپل مقامه استعفا اعلان کړه.
د "اسلامي دولت" ډلې ختمولو پلان
ټرمپ پر رسنیو خپله نیوکه او تورونه بیا تازه کړل چې په وینا یې "شفافیت پکې نه شته"، ده وویل ځینې رسنۍ "نه غواړي حقیقت ولېږدوي.
نوموړي زیاته کړه: "د دوی رسوا کولو ته به دوام ورکړو، موږ به بریالي کېږو، بریالي کېږو بریالي کېږو."
د ټرمپ د وینا مهم ټکي دا وو:
- د ژمنه کړي دېوال جوړېدل به ژر پیل شي.
- د ناقانونه کډوالو ایستل.
- د امریکا د مالیاتي سیستم کې جدي اصلاحات راوستل.
- د ټاکنیز کمپاین پرمهال د هغې ژمنې بیا تازه کول چې امریکا به "خوندي" کوي" او "دویم قوي حدود به ولري."
- ده وویل، امریکایان به "لوی روغتیایي پلان ولري" او د اوباما د اصلاحاتو پلان به لغوه کړي.
- نوموړي ټینګار وکړ چې د سپینې ماڼۍ اداره "په ډېرې نرمۍ چارې مخته وړي"، خو هغه ګومانونه یې رد کړل چې ګني اداره یې د ګډوډۍ په حالت کې ده.
- ده ژمنه وکړه چې د ډېرېدونکې بیروکراسۍ کچه به ټیټه کړي.
- د امریکا ولسمشر زیاته کړه، د "اسلامي دولت" نومې ډلې د بشپړې ختمونې لپاره پلان په جوړېدو دی.
- په امریکا کې د لا نورو دندو رامنځ ته کولو او د پوځ د سمې رغونې ژمنه یې وکړه.
د امریکا د ولسمشر ویاندې سارا هکابي ساندرزو وویل، ټرمپ غواړي "له هېڅ غوراوي پرته" ولس ته مخامخ وغږېږي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ ټرمپ له خبریالانو سره په یوه خبري غونډه کې ۷۶ دقیقې خبرې وکړې او دوی ته یې وویل چې "په دوی کې د بې باورۍ کچه له کنټروله بهر وه". د نوموړي څرګنده اشاره د ټاکنیز کمپاین پرمهال له روسي چارواکو سره د اړیکو په تړاو ګومانونه وو.