تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ متقاعد جنرال مایکل فلین ته د ملي امنیت سلاکار پوسټ وړاندیز کړی
د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ متقاعد جنرال مایکل فلین ته د ملي امنیت سلاکار څوکۍ وړاندیز کړی دی.
ښاغلی فلین چې په ټاکنیز کمپاین کې د ښاغلي ټرمپ سلاکار و، د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې په تړاو افراطي نظر لري.
هغه په دې وروستیو کې په یوه ټویټ کې له مسلمانانو وېره عقلاني وبلله.
مایکل فلین د دوو کلونو لپاره تر ۲۰۱۴ کال پورې د امریکا د دفاعي اطلاعاتو سازمان مشري کوله.
هغه مهال فلین د داعش پروړاندې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د سیاستونو له سختو منتقدینو و.
ښاغلي فلین همداراز ویلي؛ واشنګټن باید له مسکور سره نژدې همکاري ولري.
څو ورځې وړاندې ښاغلي ټرامپ رېنس پریبس د خپل دفتر د رییس په توګه وټاکه.