تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د موصل لوېدیځ نیولو عملیات بیا پیل شول
د عراق دولت ویلي، له "اسلامي دولت" ډلې نه د موصل ښار د لوېدیځې برخې بېرته نیولو عملیات یې بیا پیل کړي. ملګرو ملتونو په دې عملیاتو کې د ولسي وګړو د ژوند ساتلو ټینګار کړی.
د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي ویلي، دا عملیات یوه ورځ وروسته تر هغه پیل شوي، چې د موصل ښار له لوېدیځو برخو سلګونه ولسي وګړو ته د وتلو امر شوی و.
د بي بي سي خبریال چې له عراقي ځواکونو سره مل دی، ویلي، امریکايي الوتکو د ښار پر لوېدیځو څنډو هوايي بریدونه کړي، خو ځانګړي ځواکونه د ښار لوېدیځو برخو ته د پرمختګ لپاره چمتووالی نیسي.
العبادي په یوه لنډه تلوېزیوني وینا کې ویلي "زموږ ځواکونو د "داعش" له ترهګرو د ولسي وګړو د ژغورلو عملیات پیل کړي دي."
نوموړی زیاتوي: "د عملیاتو نوی پړاو اعلانوو. نینوی! موږ د موصل لوېدیځې څنډې د ازادولو لپاره در روان یو."
"اسلامي دولت" (داعش) نومې ډله له ۲۰۱۴ کال راهیسې د عراق پر دویم لوی ښار موصل واکمنه ده.
ملګرو ملتونو ویلي، په سیمه کې ګڼ مارکیټونه او خرڅلاوځي تړل شوي، د اوبو سیستم په ټپه درېدلی او برېښنا هم پرچاو شوې ده.
اټکل دی چې د ښار د لوېدیځې برخې بېرته نیولو عملیات - چې تنګ سړکونه او کوڅې لري، له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي.
په تېره اکتوبر میاشت کې له موصل ښار ه د "اسلامي دولت" ډلې د جنګیالیو ایستلو عملیات پیل شوي وو، خو عراقي ځواکونه ایله تېره میاشت له خونړۍ جګړې وروسته د ښار د ختیځو برخو په نیولو وتوانېدل.
موصل د عراق دویم لوی ښار او د داعش ټینګ سنګر ګڼل کېږي.
د عملیاتو پیلېدو انځورونه
د بي بي سي خبریال کوینټین سمرویل، چې له عراقي ځواکونو سره مل دی، د موصل د علمیاتو پیلېدو ځینې انځورونه استولي دي: