عبادي: موصل به ډېر ژر ازاد شي

د عراق لومړي وزیر د شنبې په ورځ په موصل کې د جګړې د لومړۍ کرښې د لیدلو پرمهال وویل، دا ښار به ډېر ژر د داعش وسلوالو له منګولو وباسي.

حیدر عبادي د اسلامي دولت ډلې(داعش) وسلوالو ته خبرداری ورکړ چې د ژوندي پاتېدلو لپاره وسلې پر ځمکه وغورځوي او تسلیم شي.

موصل له نږدې دوو کلونو راهیسې د داعش په ولکه کې دی او په عراق کې د دې ډلې په پلازمېنه بدل شوی و.

خو په وروستیو اونیو کې حکومتي ځواکونو، حکومت پلوه ملېشو او کورد جنګیالیو د دې ښار د نیولو لپاره سخت بریدونه پیل کړي دي.

د حیدر عبادي دا خبرداری په داسې مهال دی چې حکومتي ځواکونو د موصل په ختیزو ځنډو کې د ښار لور ته پرمختګ کړی دی.

ښاغلي عبادي داعش وسلوالو ته په خطاب کې وویل: "زما پیغام تاسو ته دا دی چې که د سر امن غواړئ، نو همدا اوس وسلې پر ځمکه وغورځوئ."

په دا مهال د عراق حکومتي ځواکونو چې د امریکا ملاتړ ور سره دی، کورد پېشمرګي او د شیعه او سني وسلوالو ایتلاف یې هم ملاتړ کوي، د داعش په ضد جګړه ګرمه ساتلې ده.

دغو ځواکونو د شنبې په ورځ د موصل جنوب ته په ۱۵ کیلومترۍ کې او د دجله سیند پر غاړه حمام العلیل ښار هم له داعش ونیو.

که څه هم د عراق د پوځ یو ډګروال شکیر جودت وايي، تر امر لاندې ځواکونه یې اوس پر دغه ښار واکمن دي، خو دا نه زیاتوي چې داعش وسلوال یې بشپړ له دې سیمې شړلي او که نه.

د موصل نیولو لپاره ډېرې هڅې د دغه ښار له ختیځ لوري کېږي او حکومتي ځواکونو د جمعې په ورځ الزهرا سیمه هم ونیوله.

په ورته مهال داسې رپوټونه دي چې دواړه لوري پر یو بل د توپونو ډزې کوي او نښه ویشتونکي یې له بامونو مقابل لوری په نښه کوي.

د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې موصل ته په تلونکې اصلي لار داعش سخت دفاعي سنګرونه جوړ کړي دي.

په دې انځورونو کې لیدل کېږي چې داعش په کاڼو او سیمټي خنډونو سره د موصل اصلي سړکونه بند کړي دي.

موصل د ۲۰۱۴ کال په جون کې د داعش لاس ته ورغی او بیا د دې ډلې مشر ابوبکر بغدادي د دغه ښار په یوه جومات کې د اسلامي خلافت جوړول اعلان کړل.

په موصل کې تر یو نیم میلیون پورې عراقیان اوسېږي، خو د اکتوبر پر ۱۷ د حکومتي ځواکونو او د هغوی د ملاتړو له عملیاتو پیلېدلو مخکې په دغه ښار کې له دریو تر پنځو زرو پورې داعش وسلوال و.