ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ ضد نوی فرمان صادرول غواړي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه هېواد ته د اوو هېوادونو د وګړو پر ننوتلو د بندیز لګولو لپاره پر نوي اجرايي فرمان غور کوي.

ډونلډ ټرمپ د جمعې ورځې په مازیګر ولسمشرۍ الوتکه کې خبریالانو ته ویلي چې تر دوشنبې یا شې شنبې ممکن یو نوی فرمان صادر کړي.

دا هڅه له هغه وروسته ده چې په سن فرانسیسکو کې یوې استیناف محکمې د نوموړي د پخواني فرمان اجرايي کېدل وځنډول.

ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۷ امریکا ته د کډوالو او د ایران، عراق، یمن، سومالیا، لیبیا، سوریې او سوډان پر وګړو د څلورو میاشتو لپاره د تګ بندیز ولګاوه.

خو د واشنګتن په سیاټل کې یوه فدرال قاضي جیمز روبارټ د نوموړي فرمان وځنډاوه.

دا حکم د ټرمپ له سخت غبرګون سره مخ شو او ښاغلی روبارټ یې "په نوم قاضي" او حکم یې هم "ملنډه" وباله.

د امریکا عدلیې وزارت د ښاغلي ټرمپ له اړخه د استیناف فدرالې محکمې نهمې څانګې ته شکایت وکړ، چې سملاسي د کډوالو بندیز بیا پلی کړي.

خو محکمې هم د ټرمپ د فرمان په ګټه رایه ور نه کړه.

اوس ډونلډ ټرمپ وايي چې دغه فرمان به "لږ بدل" کړي، مګر دا نه وايي چې په نوي فرمان کې کوم ډول بندیزونه دي.

د ډونلډ ټرمپ له دې خبرو سره سره د نوموړي اداره په محکمو کې د پخواني فرمان د بشپړ پلي کولو هڅه کوي.

نوموړی پخپله هم وايي، چې دا جګړه به وګټي. "له بده مرغه وخت به ونیسي، خو موږ به دا جګړه وګټو. مګر موږ به نور غوراوي هم ولرو، لکه نوی فرمان صادرول".

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې نوی اجرايي فرمان به صادر کړي، وویل، "شونې ده، امنیتي دلیلونو ته په پام باید ژر لاس په کار شو".