تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
محکمې د ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ فرمان ضد رایه ور کړه
د امریکا استیناف محکمې د دغه هېواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه فرمان ضد رایه ور کړه، چې له مخې یې امریکا ته د کډوالو پر تګ او د اوو هېوادونو پر وګړو بندیز لګېږي.
محکمې په خپل حکم سره د ډونلډ ټرمپ د دې فرمان د نه اجرا کېدو وخت غځولی دی.
په دې ډول اوس د ایران، عراق، یمن، لیبیا، سومالیا، سوریې او سوډان مسافر او کډوال چې باوري ویزه لري امریکا ته تللی شي.
د استیناف محکمې - چې یوه خورا ازاده فدراله محکمه بلل کېږی- دا رایه د ښاغلي ټرمپ لپاره سخته ناکامي بلل کېږي.
د محکمې په حکم کې راغلي، د حکومت وکیلانو پوره اسناد او دلیلونه وړاندې نه کړل، چې وښيي د دغه فرمان نه اجرا کېدل به "نه جبرانېدونکی تاوان" ولري.
داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر اوس غواړي دا دوسیه سترې محکمې ته واستوي.
ډونلډ ټرمپ په خپل ټوېټر کې لیکلي: "تاسو به په محکمه کې ووینم، زموږ د هېواد امنیت له خطر سره مخ دی".
د واشنګټن ایالت ډیموکراټ والي جي اېنسلي چې پر دغه فرمان یې اعتراض درلود، د ښاغلي ټرمپ په ځواب کې ټویټ کړی دی. "ښاغلی ولسمشر موږ ته په محکمه کې ولیدلې او ماتې مو در کړه".
د امریکا په ولسي جرګه کې یو مهم ډیموکراټ مشر سټني هویر هم د محکمې د حکم هرکلی کړی دی.
هغه د بیانیې په خپرولو سره ویلي: "نن شپه د امریکا قضايي ادارې د ټرمپ حکومت ته د مسلمانانو پرضد د اساسي قانون د دې سرغړونې له امله رسماً سزا ور کړه".
خو ډونلډ ټرمپ له خبریالانو سره په لنډو خبرو کې دا حکم غندلی او ویلي یې دي چې د محکمې دا پرېکړه د امریکا امنیت ګواښي.
"دا سیاسي پرېکړه ده، موږ به دوی په محکمه کې ووینو".
ښاغلی ټرمپ اټکلوي، چې بالاخره به په اسانه پر دوی بریالی شي.
نوموړی د محکمې له دې پرېکړې مخکې هم پر بریالیتوب ډاډمن و.
د امریکا عدلیې وزارت هم د بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې د استیناف محکمې د حکم په هکله "قانوني غوراوري" ارزوي.
ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۷ " له بهرنیو ترهګرو د امریکا خوندي کول" په نوم فرمان صادر کړ، چې له مخې یې د څلورو میاشتو لپاره د کډوالو تګ منع شو او امریکا ته د اوو هېوادونو د وګړو تګ هم محدود شو.
خو د واشنګتن په سیاټل کې یوه فدرال قاضي جیمز روبارټ د نوموړي فرمان وځنډاوه.
دا حکم د ټرمپ له سخت غبرګون سره مخ شو او ښاغلی روبارټ یې "په نوم قاضي" او حکم یې هم "ملنډه" وباله.
د امریکا عدلیې وزارت د ښاغلي ټرمپ له اړخه د استیناف فدرالې محکمې نهمې څانګې ته شکایت وکړ، چې سملاسي د کډوالو بندیز بیا پلی کړي.
خو دغې محکمې د یکشنبې په ورځ د دې بندیز سملاسي پلي کول رد او د د دې فرمان د ارزولو بهیر یې پیل کړ.
په پای کې یې ډونلډ ټرمپ د هیلو خلاف پرېکړه وکړه.