د امریکا ۹۰۰ ډیپلوماټانو د ټرمپ د پالیسۍ ضد یادښت لاسلیک کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ۹۰۰ کارکوونکو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه اجرايي فرمان پر ضد اختلافي یادښت لاسلیک کړی دی چې له مخې یې امریکا ته د اوو اسلامي هېوادونو پر کډوالو بندیز لګېدلی دی.

ډونلډ ټرمپ تېره جمعه دغه فرمان صادر کړ.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو دا خبره منلې چې سرپرست وزیر ټام شینن د "اختلافاتو ثبتولو له لارې" دغه اختلافي لیک ته لاسلیکونه ټول کړي دي.

اختلافي یادښت هغه مهال لیکل کېږي چې کله کارکوونکي پر یوه پالیسۍ اختلاف ولري.

د سپینې ماڼۍ ویاند شون سپایسر د دوشنبې په ورځ وویل، چې دوی پر دغه اختلافي یادښت لیک خبر شوي، خو کوم کارکوونکي چې اعتراض لري یا دې دغه پالیسي ومني او یا دې هم استعفا ور کړي.

د دغه اختلافي یادښتلیک په مسوده کې ویل شوي، دا نوې پالیسي به له دغو اوو هېوادونو سره د امریکا اړیکي اغېزمن او د واشنګټن خلاف تصور پیدا کړي.

دا هم ویل شوي، چې دا پالیسي د توپیر( تعصب) ضد او عدل خوښوونکې امریکا د ارزښتونو خلاف ده.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ د یوه اجرایي فرمان په لاسلیکولو سره د ایران، عراق، سوریې، یمن، سوډان، لیبیا او سومالیا پر وګړو امریکا ته د ننوتلو بندیز ولګاوه.