تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا کې محکمې د وېزې لرونکو او کډوالو شړلو چاره درولې
نيويارک کې يوې محکمې وروسته له هغه د ويزې لرونکو او کډوالو شړلو چاره په لنډمهالي ډول درولې، چې د ولسمشر ټرمپ له لوري له اوو ګڼ مسلمانو هېوادونو د مساپرو او کډوالو پر ورتګ د بنديز ناندرييز فرمان لاسليک کړ.
د امريکا د مدني ازاديو ټولنې چې دا قضيې يې وړاندې کړې وه، اټکل کوي چې له سلو تر ۲ سوو پورې خلک هوايي ډګرونو کې نيول شوي او يا هم ټرانزيټ کې بند دي.
ولسمشر ټرمپ دا خبره رد کړې، چې دا تدبير یې دې پر مسلمانانو بنديز وي.