د امریکا مشرانو جرګې د ټرمپ بل لانجمن وزیر تایید کړی

د امریکا مشرانو جرګې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو لانجمن کانديد وزیر جف سشنز ددې هېواد د عدلیې وزیر په توګه تایید کړ.

د امریکا د سنا ډېموکراټو غړود نوموړي په مدني حقونو په مخينې برید کاوه او د هغه تایید مخالف وو. ځکه ویل کیږي ښاغلي سشنز پخوا په توکم پالنې تورن دی.

ښاغلی سشنز له لانجمنې جلسې وروسته ۵۲ تایید او ۴۷ رد رایې ترلاسه کړې او د امریکا د عدلیې وزیر په توګه وټاکل شو.

په دې بهیر کې تر ټولو ډېره لانجمنه کیسه د سې شنبې په ورځ د جمهوریپالو له خوا وه چې د دیموکراتې سناتورې الیزابیت وارن د خبرو د دوام مخه یې ونیوه، ځکه چې هغه یې د سناتور سشنز پر شخصیت په برید تورنه کړه.

اغلې وارن د مارټن لوتر کینګ د مېرمنې د هغه لیک پر لوستلو بوخت وه، چې په ۱۹۸۶ کال یې په یوه فدراله محکمه کې د قضا د یوه پوست لپاره د سشنز په مخالفت کې وړاندې کړی و.

د امریکا د تور پوستانو د جنبش د مړه شوي مشر مېرمنې په لیک کې ښاغلی سشنز د تورپوساتو په وېرولو تورن کړی و چې رایې ورنه کړي. هغه مهال ښاغلی سشنز د الاباما محکمې مشر و.

ښاغلی سشنیز په ۱۹۸۶ کال د پخواني ولسمشر ډونلډ ریګن د واکمنۍ پرمهال په یوه فدراله محکمه کې قاضي شو.

ښاغلی سشنیز د امریکا په جنوبي ایالت کې د حقوقي دندو اوږده مخینه لري.

نوموړی پرې هر د توکم پالنې هر ډول لګول شوي تورونه په جدي توګه ردوي.

سشنز چې د ولسمشر ټرمپ همځولی او ۷۰ کلن دی، د ټرمپ د کډوالۍ په تړاو تر ډېره ورته نظر لري.