د ټرمپ له امر وروسته د ایوانکا ټرمپ له تولیداتو سره پرېکون

ایوانکا په ۲۰۱۱ کال د بوټانو د تولید کاروبار پیل کړی و.

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، ایوانکا په ۲۰۱۱ کال د بوټانو د تولید کاروبار پیل کړی و.

د جامو "نورډسټورم" پرچون خرڅوونکو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لور ایوانکا ټرمپ د ځانګړي برنډ لرونکو جامو خرڅول بند کړي دي.

دا چاره وروسته تر هغه شوې، چې د ټرمپ او د هغه د کورنۍ له اړوندو ټولو شرکتونو سره د راکړې ورکړې د پرېکون کمپیان پیل شو.

خو پردې سربېره، نورډسټورم په ښکاره نه دي ویلي چې ګني خپلو څانګو کې یې دا کمپاین د ایوانکا اړوندو جامو د پرېکون لامل شوی دی.

دغه شرکت وايي، لامل یې دا دی چې دغه سوداګریز برنډ لرونکې جامې ډېرې نه خرڅېږي، نو ځکه یې دا پرېکړه کړې ده.

نورډسټورم وايي "لکه د نورو څیزونو د خرڅلاو په څېر، موږ په هر موسم کې بېلې پرېکړې کوو. اوس نو باید دا ونه پېرو."

ایوانکا ټرمپ ته - چې د خپل پلار سلاکاره هم ده - اجازه ورکړل شوې چې د بوټانو، لاسي بیکونو او جامو د تولید لپاره خپل نوم یو سوداګریز برنډ وکاروي.

.

د عکس سرچینه، .

ایوانکا ګاڼه هم جوړوي او خرڅوي.

پر ټویټر پاڼې د ( GrabYourWallet#).هشټګ په کارولو سره له هغو ټولو شرکتونو سره د سوداګریز پرېکون کمپاین پیل شوی، چې له ټرمپ او د هغه د کورنۍ له اړوندو شرکتونو سره راکړه ورکړه لري.

ددې کمپاین پیلامه د دوو هغو ښځو له قهره وه، چې په تېره اکتوبر میاشت کې ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پرمهال د ښځو په تړاو توندې خبرې وکړې.

شانون کولټر چې د دغه هشټګ ملاتړې ده، ویلي، "دا د ټولو لپاره مهم خبر دی، تاسو دا وکړل، موږ د ( GrabYourWallet#). پوروړي یو."

دې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: "هغو چې د ټرمپ ضد رایه ورکړه، ۷ ټریلیون ډالر ښکته او پورته کوي".

ایوانکا ټرمپ

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، ایوانکا ټرمپ ته - چې د خپل پلار سلاکاره هم ده - اجازه ورکړل شوې چې د بوټانو، لاسي بیکونو او جامو د تولید لپاره خپل نوم یو سوداګریز برنډ وکاروي.

د هغو شرکتونو لست هم خپور شوی، چې د پرېکون ملاتړ کوي او له ولسمشر سره یې تړاو شته.

نورډسټورم وېبپاڼې ویلي، د ایوانکا ټرمپ سوداګریزې نښې لرونکي څلور قلمه تولیدات به په ټیټه بیه وپلوري.

ایوانکا په ۲۰۱۱ کال د بوټانو د تولید کاروبار پیل کړی و.