ټرمپ به د افغانستان په اړه څه وکړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جسټین رولاټ
- دنده, بي بي سي نیوز، افغانستان
سپینې ماڼۍ کې د ډونلډ ټرمپ ځای پرځای کېدو سره، نوموړي ته د افغانستان موضوع چې یوه تر ټولو مهمه مسله ګڼل کېږي په میراث پاتې ده.
د امریکا تر ټولو د اوږدې جګړې په اړه هغه ډېر څه نه دي ویلي - لکه د نورو ګڼو مسلو په اړه چې هغه ډېرې خبرې کړې دي.
په تېر کې، هغه افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا د "ناورین" په توګه یاده کړې وه او د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه غږېدلی و.
خو کله چې د تېرې ډسمبر میاشتې پر دویمه له افغان ولسمشر اشرف غني سره وغږېد، د رپوټونو له مخې، هغه ورته وویل چې امریکا به افغانستان ته پر خپلو ژمنو ټینګه پاتې شي.
بیا، که څه هم ټرمپ د لوړې مراسمو ته د ښاغلي غني په وربللو کې پاتې راغی، افغانستان کې دا وېره په ډېرېدو شوه چې د نوي ولسمشر لپاره به لومړیتوب نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د روانې اونۍ په سر کې طالبانو پر ولسمشر ټرمپ غږ وکړ چې له افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي او دوی افغانستان کې د امریکا جګړه "بایلودونکې" وبلله.
طالبانو ویلي وو "هېڅ ترلاسه نه شول. پرته له دې چې افغانان پخپلو وینو کې لت پت شول، کلي او کروندې ویجاړې شوې."
د امریکا رسمي ارزونه هم د پرمختګ په اړه ډېره خوشبینه نه ده.
د ټرمپ ننګونې د روانې میاشتې په لومړیو کې د افغانستان پر بیارغونې د څار امریکايي ادارې مشر جان ایف سوپکو په رپوټ کې په لنډو ټکو په ډاګه شوې وې.
ښاغلی سوپکو وايي، تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته اروپا کې د بیارغونې په برخه کې د امریکا د لګول شویو پیسو په پرتله، امریکا په افغانستان کې ډېرې پیسې لګولې دي، تر اوسه افغان حکومت یوازې پر ۶۳ سلنې خاورې واک لري، د کوکنارو کرکېله لاهم د لست په سر کې ده او فساد لاهم پراخ دی.
دی وايي، "۱۵ کاله وروسته، لاهم افغانستان له مالي او وظیفوي اړخونو د خپل ځان ملاتړ نه شي کولای. "
"د هېواد د بقا لپاره اوږدمهاله مالي همکارۍ ته اړتیا ده. "
د سرچینو کمښت
د هېواد ځینې اغېزمنې برخې هغه مهال په ډاګه شوې، چې یوه افغان همکار ته هلمند کې څو اونۍ وړاندې له طالبانو سره د جګړې ډګر ته د ورتګ کمیابه زمینه برابره شوه.
عزیز احمد شفیع د ولایت مرکز لښکرګاه ته له افغان ملي اردو سره سفر وکړ.
د ښار په څنډو کې څو کیلومتره لیرې د هاموي پوځي ګاډو کاروان کې پوځيان ولېږدول شول: هغه سیمه چې اوسمهال د جګړې لومړۍ کرښه ده.
اوسمهال طالبان د هلمند پر څه باندې ۸۰٪ خاورې واکمن دي.
هغه ولایت چې - باید هېر نه کړای شي - چې په تېر کې افغان جګړې کې د ۴۵۶ ډېری بریتانیايي پوځيانو ژوند اخیستی دی.
افغان ځواکونه شکایت کوي چې ان اساسي مرستو ته هم لاسرسی نه لري.
ډګروال حیات الله بي بي سي ته وویل: "له یوې میاشتې راهیسې موږ چیغې وهو چې زموږ مهمات په ختمېدو دي، خو تر اوسه مو هېڅ نوې مرسته نه ده ترلاسه کړې. "
"زموږ دښمن پر موږ ډزې کوي، خو موږ کافي مرمۍ نه لرو چې ځواب یې ووایو. "
ښکاره سټراټیژیکې ګټې
د دوی قومندان د امریکا له نوي ولسمشر نه غوښتنه لري چې له افغان حکومت سره پخپلو ژمنو کې پښه نیولی پاتې نه شي.
هلمند کې د ۲۱۵ مې قول اردو قومندان جنرال محمد ولي احمدزي وویل "د افغانستان د یوه پوځي په توګه، له ښاغلي ډونلډ ټرمپ نه غواړم چې دلته جګړې ته دوام ورکړي. که هغه زموږ نور ملاتړ وکړي، موږ به د ترهګرو لمن ورټوله کړو. "

د عکس سرچینه، AP
له افغانستانه ډېری بهرني ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه ووتل، خو کله چې افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت اصلي مرکزونه وکتل، په هرو څو دقیقو کې به ترې چورلکې الوتکې او پکې کښېناستلې.
په افغانستان کې لاهم ۱۳۰۰۰ ناټو سرتېري حضور لري، چې ډېری یې امریکایان دي.
د غوڅ ملاتړ ویاند جنرال چارلي کلیولنډ پر دې اند دی چې امریکا لاهم په افغانستان کې ښکاره سټراټیژیکې ګټې لري.
دی وايي، امریکايي ځواکونه اوس دوه دندې لري:
- د افغان ځواکونو همکاري او روزنه
- د ترهګرو سازمانونو په نښه کول
د یاد جنرال په وینا، له افغان ځواکونو سره د غوڅ ملاتړ د پوځيانو کار تر خپل واک لاندې خاورې ټینګول دي.
انډول
جنرال کلیو لنډ راته وویل، "د ۲۰۱۵- ۱۶ په ژمي کې افغان حکومت خپله ستراتیژي بدله کړه".
دوی فکر کاوه، چې له هر ځای دفاع نشي کولی، په دې لامل یي پر ګڼ مېشتو سیمو خپلې هڅې متمرکزې کړې".
اوس چې موږ امنیتي وضعیت ته ګورو، حکومت له دریو دوه برخې وګړي کنټرول لري او خوندي کوي یې.
لس سلني وګړي د طالبانو په کنټرول کې دي او او پاتې برخه په رښتیا هم د نښتو په ډګر کې پاتې دي".
هغه زیاتوي چې دا وضعیت د خوښې وړ نه و، ځکه افغان ځواکونو په ۲۰۱۵ کال کې دا بد وضعیت بدل کړ او د حکومت په ګټه یې "انډول" رامنځ ته کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې سره نور ډېر کار ته اړتیا ده.
نږدې پنځه زره افغان پوځیان تېر کال ووژل شول، افغان حکومت او د پرېکند ملاتړ ځواکونه په دې یوه خوله دې چې دا مرګ ژوبله په اوږدمهال کې یو شان نه ده.
د امریکا د ناڅرګندې پالیسۍ له امله نور ځواکونه په افغانستان کې خپلې رېښې وغځوي.
تېره میاشت مسکو د افغانستان د راتلونکي په هکله د داسې ناستې کوربه و، چې د چین او پاکستان لوړپوړو چارواکو پکې ګډون درلود او دا حقیقت یې ښه په ډاګه کړ چې مسکو له طالبانو سره خبرې کړې دي.
اوس لویه پوښتنه دا ده چې ولسمشر ټرمب به څه کوي؟
د کابینې دوه مهم غړي یې ممکن د ورکې ماشوړې سر پیدا کړي.
د ښاغلي ټرمپ د دفاع وزیر جنرال جېمز متيس دلته د ځواکونو یو پخوانی قومندان پاتې شوی دی.
هغه پخوا ویلي، د دې اړتیا شته، چې له پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد د نورو ګامونو د پورته کولو غوښتنه وشي.
له طالبانو سره خبرې
د نوي ولسمشر د ملي امنیت سلاکار تورنجنرال میچل فلاین دا هم ویلي، چې پاکستان ته پکار ده، پخپله خاوره کې د طالب جنګیالیو د پټنځیو پرضد سخت ګام پورته کړي.

د عکس سرچینه، AFP
او ښاغلي ولسمشر هم پر خپله دې غوښتنه ډېر ټینګار کړی چې د اسلامي دولت نومې ډلې پرضد سخت عمل وشي.
خو له افغانستان د ځواکونو وتل به هم لویه ستونزه جوړه کړي، ځکه دې ډلې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان ختیځ کې د خپلې پښې اېښولو ځای کړی دی.
نو دا لرې نه ښکاري چې په بهر کې د امریکا ښکېلیتیا ختمولو په هڅو کې به. که ولسمشر ټرمپ په ساده ټکو ووايي، چې په افغانستان کې ستراتیژیکې ګټې نه لري او ځواکونه باسي. هغه او سلاکارن به یې د امریکا اوږدمهالې جګړې پای ته رسولو کې ځان مسوول نه بولي، خو دا هغه څه دي چې ډېر خلک به یې ښکاره ماتې وبولي.









