تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ماډونا د 'سپینه ماڼۍ چوي' څرګندونو دفاع کړې
د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرضد لاریون کې د امریکايي مشهورې سندرغاړې ماډونا څرګندونو امریکا کې نیوکې راپارولې دي.
ماډونا د شنبې په ورځ وویل، فکر کوي چې ''سپینه ماڼۍ وچوي.''
د ماډونا دې څرګندونو د ټرمپ پلویان په غوسه کړي او وايي که د پخواني ولسمشر بارک اوباما په حق کې دا څرګندونې شوې واي، نو سخته غوسه به یې راپارولې وای.
ماډونا وايي، څرګندونو یې ''په ناسمه توګه تعبیر شوې دي.''
دې پر خپلې انسټاګرام پانې لیکلي: ''زه تاوتریجنه نه یم او تاوتریخوالي ته هڅول نه کوم. مهمه دا ده چې خلک زما بشپړ پیغام واوري او پر منځپانګه یې پوه شي نه ده چې یوه جمله یې راواخلي.''
دا زیاتوي، د ټرمپ ځواب ویلو ته دوه لارې دي: ''په هیلې یا په غوسې''. دا زیاتوي غواړي ''د مینې انقلاب'' پیل کړي.
ماډونا د واشنګټن په لاریون کې ګډون کړی و، دا لاریون د اونۍ د رخصتیو په ورځو کې د ټرمپ پرضد د نړۍ په ګڼو ښارونو کې له ډېرو لاریونونو یو و.
د ماډونا د لاریون خبرې ګڼو تلوېزیونونو په ژوندۍ بڼه خپرې کړې، خو ځینو یې له دې کبله خبرې غوڅې کړې چې ښکاره ښکنځل پکې راغلي وو.
دې وویل: ''هو زه په غوسه یم، هو زه بدغونې یم. فکر مې کاوه چې سپینه ماڼۍ والوځوم، خو دا کار هېڅ نه شي بدلولی.''
د سپینې ماڼۍ ویاند له فاکس نیوز تلوېزیون سره په خبرو کې ویلي: ''یوې سندرغاړې ویلي، غواړي سپینه ماڼۍ والوځوي، زما مطلب دا دی چې ایا د ولسمشر بارک اوباما په اړه مو هم د داسې ویلو تصور کاوه؟''.
د سپینې ماڼۍ یوې جګپوړې مرستیالې کیلیون کانوې د ماډونا څرګندونې ''ویجاړوونکې'' بللې، چې په وینا یې ځینې رپوټونه ورکړل شوي چې د امریکا د پټو استخباراتو اداره د سندرغاړې پر خبرو خبره وه.
معمولاً د پټو استخباراتو اداره د امریکا د ولسمشر پرضد ګواښونه جدي ګڼي، خو د یادې ادارې یوه ویاند ''نیویارک ټایمز'' ورځپاڼې ته ویلي ''دا اوس پر دې پورې اړه لري چې ایا دا ګواښونه جدي دي او که نه.''
سرچینه زیاتوي ''دا کار پر نیت پورې اړه لري، چې ایا سپینې ماڼۍ او ولسمشر ټرمپ ته زیان رسوي؟ که نه نو څرګندونې یې نامناسبې ګڼل کېږي.''