افغانستان کې اوباما ته ورپاتې میراث له هغه هم پاتې شو

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي

په ۲۰۰۹ کال کې اوباما ته افغانستان کې د یوې داسې درنې جګړې میراث پاتې شو چې میلیاردونه امریکايي ډالر پرې ولګېدل او زرګونو امریکایانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اوباما لا سپینې ماڼۍ ته نه و ورغلی چې خپل یو نژدې ملګری او د ولسمشرۍ مرستیال جوبایډن یې افغانستان او پاکستان ته ولېږه، پر هغه د باور کچه له دې مالومولی شو چې د واک په وروستیو ورځو کې یې هغه ته د امریکا د ازادۍ په نوم مډال ورکړ، او د اوباما په اجنډا کې د افغانستان ارزښت له همدغه سفره انګېرل کېده، او له کابل سره یې اړیکو هم دغه مهال ټکان وخوړ.

د هغه وخت د افغان ولسمشر حامد کرزي نژدې ملګری او د کولتور وزیر عبدالکریم خرم وايي اوباما د امریکا تګلاره په افغانستان کې داسې لوبوله چې کابل ته په کې هېڅ ګټه نه وه او ځکه خو د ولسمشر کرزي اړیکې ورسره سمې پاتې نه شوې، اوباما هڅه وکړه یو لړزان حکومت په افغانستان کې راولي او په ۲۰۰۹ کال کې یې ټاکنې جنجالي کړې.

ښاغلی خرم چې د حامد کرزي د مودې په وروستیو کلونو کې د ولسمشرۍ د دفتر مشر و، وايي "د اوباما د تحلیف مراسم نه و شوي چې جو بایډن کابل ته راغی، د شپې ورته ښاغلي کرزي مېلمستیا کړې وه، د ډوډۍ پر مېز د جنجال غږ پورته شو، بایډن پورته شو او ویې ویل ستاسو په تناسب پاکستان پنځوس چنده مهم دی، دسمال یې وغورځولو او له ارګه ووت ".

ښاغلی خرم وايي جان کېري د اوسني افغان حکومت طرحه لا هغه وخت جوړه کړې وه خو کرزي مقاومت وکړ.

عبدالکریم خرم وویل حکومت کې دننه د کورواکیو او خپلسریو هڅه هم وشوه او "زه چې کله د کولتور وزیر وم د امریکا د سفیر ټکر راسره پېښ شو، دوی ماته ویل څه چې کرزی وايي باید مطبوعاتو کې هم هاغسې خپاره نشي ما وویل دا ملي ټلویزیون او رسنۍ دي نو هېڅ مې د سفیر خبره ونه منله ".

کابل کې د امریکا ځانګړي استازي رېچارد هولبروګ د کابل واشنګټن ترمنځ پېښه تربګني لاپسې پاللله.

امریکا پر افغان حکومت تور پورې کاوه چې فساد په کې دی او نړیوالې مرستې په سمه توګه ونه لګول شوې، او په لسیزې کې راستره شوې ولسواکي په دغه هېواد کې له ګواښ سره مخ ده.

حامدکرزي خپل دریځ تر پایه نرم نه کړ، هغه په دې دلیل چې امریکایان باید افغانستان کې د عملیاتو او ولسي خلکو د مرګ ژوبلې پرځای د ډیورنډ له کرښې هاخوا عملیات وکړي او پر افغان کلیو دې هوايي بریدونه نه کوې.

پخواني ولسمشر کرزي امنیتي تړون لاسلیک نه کړ او په یوې وینا کې یې دا هم وویل چې د افغانستان د ټیکاو کیلي له امریکا او پاکستان سره ده، کرزي د پاکستان پر وړاندې د امریکا سیاست ګونګ باله او تل به یې غنده.

په ۲۰۱۶ کال کې زه له پخواني ولسمشر حامدکرزي سره په څو میلمستیاوو کې وم. د هغه پلویانو هر یوه له امریکا سره د کرزي تربګني د هغه مېړانه یادوله او ښاغلي کرزي په دا ډول خبرو کې لېوالتیا هم ډېره درلوده.

د امریکايي سوک وهونکي محمدعلي کلي د خاطرو په تړاو چې مې د بي بي سي لپاره له ښاغلي کرزي سره خبرې وکړي، هغه وویل دی له امریکايي حکومت سره په ټینګه مخالف و خو له خلکو سره ناخوښه نه دی. ښاغلی کرزی چې کله امریکا ته ولاړ هغه له واکمنو لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته ونه کړل.

خو د ولسمشر غني د واکمنۍ یوه مهم چارواکي د ښاغلي کرزي دا سیاست د افغانستان لپاره په دومره زیان یادوي چې د هغه په فکر له افغانستان سره د امریکا او نورو نړیوالو ملګرتیا داسې زیانمنه کړه چې نژدې وه افغانستان لکه د نوییمو کلونو یوازې پرېښودل شي.

په ۲۰۱۴ کال کې کله چې محمد اشرف غني واک ته ورسېد هغه په لومړني ګام کې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، غني د ټاکنیزو منډو ترړو پر وخت ویلي ول چې تړون به لاسلیک کړي.

ولسمشر غني وویل "که خدای مه کړه موږ ته بیا کومه ستونزه پېښېږي موږ به د مرستې غوښتنه کوو او زموږ غوښتنه به د جدي او فوري توجه لاندې نیول کېږي ".

دا داسې مهال و چې د ټول هېواد د امنیت ساتنې بار د افغان ځواکونو پر اوږو وراچول شوی و.

د ۲۰۱۴ کال په تړاو د نړیوالو اندېښنې هم دومره وې چې وارخطايي یې جوړه کړې وه. کوم اټکل چې تر ډېره سم ونه خوت خو جګړې سختې شوې په لومړي ځل په ۲۰۱۵ کال کې شمال ختیځ ولایت کندوز د طالبانو لاس ته ولوید.

له دې هر څه سره سره ډېرو ته د ولسمشر غني دا تګلاره د پام وړ وه چې د امریکا بایللی ملاتړ یې خپل کړ. په ۲۰۱۶ کال کې د بروکسل په غونډه کې د۱۳ میلیاردو امریکايي ډالرو تازه ژمنې د محمد اشرف غني حکومت د امریکا په ځانګړي ډول د ولسمشر اوباما د ملګرتیا برکت یادوه.

د چارو شنونکی انتظار خادم دا ګڼي چې ګواکې د تړون لاسلیک له کابل سره د واشنګټن د اړیکو سولېدلي پړي بېرته کلک کړل.

ښاغلی خادم وايي "کله چې موږ له امریکا سره تړون وکړ یقیناً چې نړیوالو موږ ته د خپلو اجنداوو په سر او مهمو برخو کې ځای راکړ، خو ځینو نورو ته د اوباما په واکمنۍ کې کوم څرګند بدلون د افغانستان په تړاو نه ښکاري. "

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزو څېړنو د مرکز مشر فرامرز تمنا وايي "موږ په افغانستان کې د پخواني ولسمشر جورج بوش پرتله د کوم ځانګړي او لوی میراث شاهد نه یو. افغانستان داسې دی چې د امریکا له جدي مشارکت پرته هم همدا میراث ترلاسه کولی شي. "

وسله والو طالبانو له بارک اوباما تمه درلوده چې له دوی سره به یې اړیکې د سولې په تړاو خورې ورې ناکامه هڅې، یوې بریالۍ پایلې ته ورسوي.

د طالبانو د رهبرۍ شورا یو غړی وايي، کله چې د قطر دفتر په پرانستو کې د اوباما نظر ته طالبانو کتل دغه ډله تر ډېره په سوله ییزو خبرو او ډیپلوماسۍ باوري کېده.

د بګرام زندان افغان حکومت ته سپارل او د ګوانتانامو زندان د تړلو ژمنه هم طالبانو ته د اوباما د ښه نیت خبره ښکارېده، خو دغه چارواکی وايي یاخو اوباما له خپلو کړو ژمنو په شا شو او یا هم د ولسمشر کرزي په څېر افغان چارواکو د افغانستان په اړه د اوباما هڅې بې خونده کړې.

د بارک اوباما د واک وروستيو دوه کلونو کې د افغانستان اړوند د دې هېواد د ګاونډیانو د نظر بدلون ته هم په هغه سترګه کتل کېږي چې انګیري د اوباما ناسمو تګلارو ایران او روسيې ته د دې چانس په لاس ورکړ چې خپلې لاس وهنې ډېرې کړي.

یو شمېر دا باور لري چې چین ایران او روسيې ته د افغانستان په تړاو د امریکا ملګرتیا له دوی سره د ټګۍ برګۍ ښکاره شوه او هغوی د ځان ساتلو لپاره لاسونه هغه څه ته اوږده کړل چې تمه یې نه کېده، لکه له طالبانو سره د روسيې او ایران د اړیکو خبره چې روسيې په څرګنده وویل دا کار د خپلو ګټو د ساتنې لپاره کوي.

افغانستان ته د امریکا په راتلو کې د روسيې ایران او چین مرسته څرګنده یا ناڅرګنده وه، خو دا نظر هم شته چې امریکا په لوی لاس دغو هېوادونو ته وخت برابر کړ چې د افغانستان په شخړه کې خپله خپله ونډه پخه کړي.

که هرڅه و د اوباما له وسه پوره نه شوه چې د امریکا د جمهوريپالو په واکمنۍ کې د افغانستان پیل شوې جګړې ته پای ومومي او بېرته یې د دغې جګړې میراث جمهوریپالو کې یوه داسې ولسمشر ته پرېښود چې په ټوله کې یوه جنجالي څېره یادېږي.