تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایټالیا پر هوټل واورې ښویېدو کې ګڼ کسان تري تم شوي
د ایټالیا مرکز کې ژغورندویان وايي، پر یوه هوټل واوره راښویېدلې، چې ګڼ کسان پکې وژل شوي. یوه ایټالیایي چارواکي ویلي، امکان لري د زلزلې له کبله واوره ښویېدلې وي.
دوه کسان ژوندي رایستل شوی او ښکاري چې ډېری نور تر واورو لاندې دي.
ژغورندویانو تېره کرۍ شپه هوتل ته د رسېدو هڅه وکړه. پېښه په ابروزو سیمه کې د ګرن ساسو غره ته څېرمه شوې ده.
د ژغورندویې ډلې د یوه چارواکي انتونیو کروسیتا له خولې ویل شوي چې "ګڼ کسان وژل شوي دي".
په ریګوپیانو هوټل کې د واورې ښویېدو پرمهال شاوخوا ۳۰ کسان وو.
د هوټل چت نړېدلی دی او راښویېدلو واورو هوټل ته د ننوتلو لاره بنده کړې چې ورتګ ګران شوی دی.
ایټالیايي رسنیو ویلي، د ژغورندویانو لومړۍ ډله پرځايي وخت د پنجشنبې په ورځ څلور بجې (د ګرینویچ پروخت درې بجې) هوټل ته رسېدلې ده.
ژغورندویانو ویلي، په یاد هوټل کې د پېښې پرمهال لږترلږه ۲۰ سیلانیان او اوه د هوټل کارکوونکي هم وو.
د ایټالیا دغه مرکزي غرنۍ سیمه د چارشنبې په ورځ څلور ځلې زلزلو لړزولې ده.
په یاده سیمه کې د تېرې اګسټ پر ۲۴مه هم خونړۍ زلزله وشوه، چې لږترلږه ۲۹۸ کسان پکې ووژل شول.