تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګارډین: اته شتمن میلیاردران د نړۍ د نیمایي بې وزله وګړو د پانګې په کچه شتمني لري
ګارډین:
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې د اتو شتمنو کسانو د پیسو په هکله یو مطلب لیکلی او زیاتوي چې د نړۍ اته شتمن میلیاردران د دومره پیسو کنټرول په لاس کې لرې لکه د نړۍ نیمایي د غریبو او بې وزله وګړو پانګه.
ورځپاڼه د سویس د اوکسفام د خیریه موسسې د راپور پر بنسټ لیکي، د دغو اتو شتمنو کسانو ټوله سرمایه - چې د مایکروسافت بنسټګر بیل ګیټس یی په سر کی دی- ۴۲۶ میلیارد ډالره کیږي چې د نړۍ د درې عشاریه شپږ میلیارده خلکو له پانګې سره برابر ده.
هندوستان تایمز:
د هندوستان ټایمز ورځپاڼه په خپل یو راپور کې لیکي، چین د ګوادر بندر د امنیت خوندي کولو لپاره د پاکستان سمندري پوځ ته دوه بېړۍ ورکړې ترڅو د چین او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي دهلیز او د ګوادر بندر امنیت خوندي کړي.
هندوستان ټایمز لیکي، د دغو بېړیو سپارل چی په ګوادر بندر کې د مراسمو په ترڅ د چینایي چارواکو لخوا پاکستاني لوري ته ور کړ شوې ښایي د هند اندیښنې راوپاروي.
د پاکستان د سمندري پوځ مرستیال عارف الله حسیني په دې مراسمو کې وویل، اوس د پاکستان سمندري پوځ چین کې د جوړو بېړیو په لرولو سره غښتلی شوی.
ډان:
له پاکستان خپریدونکې ډان ورځپاڼه لیکي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال جاوید باجوه د یکشنبې په ورځ له ولسمشر اشرف غني سره تلیفوني خبرو کې د هغې مرګ ژوبلې لپاره غمرازي کړې، چی په وروستیو تروریستي پیښو کی ووژل شول.
ښاغلي باجوه دواړو غاړو کې د سرحد د مديريت د میکانیزم د غښتلیتوب او د استخباراتي همکارۍ وړاندیز کړی. ښاغلي باجوه ولسمشر غني ته ویلي، پر یو بل باندې د پړې اچولو لوبه؟ سیمه کې د سولې دښمنان پياوړي کوي.
ډان ورځپاڼه په یو بل راپور کې لیکي، د پاکستان د سند ایالت په اسلامکوټ کې یوې میندوارې ښځې خپل ځان او دوه ماشومان( اته کلن زوی او درې کلنه لور) څا ته غورځولي او مړه شوي دي. د سیمې خلکو ویلي چې کیدای شي د دې پیښې علت کورني مسایل او یا هم زیاته بیوزلي وي.
ورځپاڼه لیکي، د تیرو څلورو کلونو وچکالۍ کې څه د پاسه درې سوه کسانو د لوږې او بیوزلۍ له لاسه په دې سیمه کي ځانونه وژلي دي.
ټایمز:
د برتانیا ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکا منتخب ولسمشر ډونلد ټرمپ د خپل کار له پیل څو اونۍ وروسته به له برتانیا سره یوه مناسبه تجارتي معامله وکړي.