بیت المقدس کې د امریکايي سفارت پلان محمود عباس خواشینی کړی

د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي، که د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تل ابیب نه بیت المقدس ته د امریکا سفارت لېږدولو پرېکړه وکړي، په وینا یې ښايي د سولې بهیر ته زیان واوړي.

نوموړي له پاپ فرانسس سره له لیدو او واټیکان کې د فلسطین سفارت له پرانیستلو وروسته دغه څرګندونې کړې.

واټیکان نژدې یو نیم کال مخکې د یوه دولت په توګه د فلسطین منلو پرېکړه کړې وه. د منځني ختیځ شخړو کې د ختیځ بیت المقدس موضوع جنجالي ګڼل کېږي.

فلسطین د بیت المقدس ختیځ خپله پلازمېنه بولي، خو اسراییل بیا ټول بیت المقدس ښار خپله پلازمېنه بولي.

بل لور ته د یکشنبې پر ورځ د فرانسې په کوربتوب د فلسطینیانو او اسراییلو تر منځ د خبرو پیلولو لپاره نړیوال کنفرانس رابلل شوی.

پاپ فرانسس له دې مخکې څو ځلي د سولې خبرو پر پیلولو ټینګار کړی. د واټیکان او فلسطین تر منځ له ۲۱۰۵ کال راهیسې اړیکي تاوده شوي دي، خو د واټیکان له لوري د یوه دولت په توګه د فلسطین منل کېدو اسراییل خورا پاروولي و.

روم کې د بي بي سي خبریال جیمز رینولډز وايي، فلسطین او اسراییل پرلپسې هڅه کوي، چې پلویان ومومي، خو د واټیکان له لوري د فلسطین منل کېدل او هلته د سفارت پرانیستل کېدل د فلسطین لپاره د انعام په معانا دي. اوس چې واټیکان کې د فلسطین او اسراییلو دواړو سفارتونه شته، پاپ کولای شي د تاوتریخوالي کمولو کې مهم رول ولري.

د شنبې پر ورځ محمود عباس یو ځل بیا اندېښنه څرګنده کړه، چې له تل ابیب نه بیت المقدس ته د امریکايي سفارت لېږدولو په تړاو به د ډونالډ ټرمپ پرېکړه د ده په خبره زیان ورسوي. نوموړي ویلي په لیکلې بڼه یې خپله اندېښنه له ډونالډ ټرمپ سره شریکه کړې.

فلسطیني چارواکي وايي، که داسې کېږي دوه ریاستي حل ته به زیان ورسیږي.

د فرانسوي اخبار لي فګارو په رپوټ کې د ښاغلي عباس له قوله ویل شوي، چې که داسې کېږي نه یوازې دا چې امریکایان به د سولې خبرو کې خپل قانوني حیثیت له لاسه ورکړي، بلکې دې سره د دوو هېوادونو حل موضوع ته ډېر زیان ورسېږي.

د نوموړي په خبره که ټرمپ داسې کوي، فلسطینیان د اسراییلو منلو پر پرېکړې له سره غور کولای شي.

د یکشنبې پاریس غونډه کې د ۷۰ هېوادونو استازي ګډون کوي.