تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نازیانو نښان لرونکو امریکايي بوټانو لانجه زیږولې
د امریکا د بوټونو یوې کمپنۍ خپل هغه تولیدات بند کړي، چې د نازیانو د زمانې صلیبي چاپ یې د بوټ په تل ځای پرځای شوی او پر ځمکه نښه پرېږدي.
د کلفورنیا د بوټونو یوې کمپنۍ وروسته له چې یوه پېرودونکي د ازموینې لپاره بوټان په پښو کړل او د دغو بوټانو تلو په ځمکه کوږ صلیبي چاپ یا د جرمني نازي دولت نښان پرېښود.
ددغو بوټانو خبره وروسته له هغه رسوا شوه چې د ګام اخیستو له کبله یې صلیبي نښان په ځمکه پرېښود.
د (کونا نړیوال سوداګریز کو) په نامه شرکت او د صنعتي ښار کمپنۍ چې دغه بوټونه یې تولید کړي وو، د بوټانو دغه لانجه تر عامې بښنه ورسوله.
دغه کمپنۍ وايي، دا کوم قصدي کار نه دی څرګنده ده چې دا یوه تېر وتنه ده چې د تولیدونکو لخوا په چین کې شوې.
دغې کمپنۍ په یوې اعلامیه کې ویلي: "موږ به هېڅ یو داسې بوټ ونه پیرو چې ناسم چاپ پر ځمکه پرېږدي. موږ به هېڅ وخت داسې یو دیزاین جوړ نه کړو چې کرکه زیږوي موږ د خپلې کمپنۍ لپاره کرکې نه راپاروو".
د ریډیت کاروونکو پوست له دوو میلیونو ډېر وارې لیدل شوی او لکه سیلاب خواله رسنۍ یې په سر واخیستې.
د ریډیت کاروونکو لیکلي: "کله چې ما د نویو بوټونو کار ارزوه، نو هالته مې پام نه شو. هسې یوه زاویه راته ښکاره شوه.
"د بوټ تلی ډېر زیات هم صلیب ته ورته نه دی خو د کاږه صلیب نښه پرېږدي".
د امازونه یو کاوونکی وايي "دا به د پولنډ لپاره ښه وي خو د ځینو نورو لپاره ښه نه دی".
دغه لست له امازونه د پنجشنبې په ورځ لرې کړی شوی و.
دغو بوټانو د نازیانو د مشهورې ویبپاڼې ورځني کتل څو ځلې ډېر کړي دي.
د جرمني مخکښې اوونیزې (سټیرن) هم د بوټانو نوم ته اشاره کړې او د دویم نړیوالې جګړې له نظامي عملیاتو سره یې نوم خپور کړی.
پولر فاچیس او پولر فوکس هغه عملیات وه چې جرمنیانو او فنلنډي سرتېرو له شوري اتحاد نه د فنلنډ سالا سیمه پکې ونیوله.