تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امازون شرکت بوټ پاکي رنګ هند په غوسه کړی
د هند د بهرنیو چارو وزارت د امریکا امازون شرکت وېبپاڼه اړ کړې چې د هند د بیرغ په رنګونو جوړ بوټ پاکي اعلانونه له انټرنېټه لیرې کړي.
امازون پر انټرنېټ خونو ته د ننوتلو ورونو کې د هند د ملي بیرغ په رنګونو د بوټ پاکي اعلانونه خپاره کړي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سورج د امریکايي امازون شرکت پر وېبپاڼې ټینګه نیوکه کړې ده. امازون په کاناډا کې دغه اعلان خپور کړی دی.
وزیرې د امازون دا ګام غندلی او پر ټویټر یې له امازون شرکته غوښتي چې له هندیانو ''بې قید او شرطه بښنه وغواړي'' او د دغه ''سپکوونکي تولید'' اعلانونه له خپلې وېبپاڼې لېرې کړي.
سورج ویلي، که امازون د هند غوښتنه ونه مني، نو هند به خپلې خاورې ته د امازون شرکت د اوسنیو چارواکو پر وېزو د بندیز لګولو غور وکړي او بیا به دغه هېواد ته د دوی د راتګ وېزې بندې کړي.
امازون د هند اندېښنه اورېدلې او له خپلې وېبپاڼې یې د یادو تولیداتو اعلانونه لیرې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې پخپلو ټویټ پیغامونو کې کاناډا کې د هند له کونسلګرۍ غوښتي چې د امازون پرضد دریځ ټینګ کړي.
دې لیکلي: ''امازون باید بې قید او شرطه بښنه وغواړي او سم لاسي د ملي بیرغ له سپکاوي ډک خپل ټول تولیدات له وېبپاڼې وباسي. ''
د امازون شرکت ویاند په یوه برېښنالیک کې ویلي: ''دغه تولید اوس پر وېبپاڼې د خرڅلاو لپاره نه شته. ''
امازون ځینې د خونو ورونو کې د ځینو داسې بوټ پاکو اعلانونه خپاره کړي چې د نورو هېوادونو د بیرغونو په رنګونو جوړ شوي، خو هند وار ړومبی کړی او په دې هېواد کې ملي بیرغ ته سپکاوی کوونکي پر نغدي جریمې سربېره بندي کېدای هم شي.
په تېره جولای میاشت کې امازون له هند سره یوه ورته لانجه هم لرله. هغه مهال امازون پر بوټ پاکو د هندوانو د یوه خدای انځور کښلی و.
دا لانجې په داسې مهال راپورته کېږي، چې د امازن او د هندي فلیپکارت شرکت ترمنځ هم شخړه ډېره شوې ده.
فلیپکارت شرکت په هند کې تر ټولو لوی پرچون پلورونکی دی چې ډېری خرڅلاو یې پر انټرنېټ کېږي.