له ښځو سره ناوړه چلند او د وزیر خبرو غوغا جوړه کړې

د یکشنبې په شپه د بنګلور په یوه ښار کې د نوي کال جشن کې د ښځو د جنسي ځورولو څو پېښې وشوې، چې په خواله رسنیو کې ډېرې یادې شوې دي.

په بنګلور کې ورځپاڼو د وېرېدلیو ښځو انځورونه خپاره کړل. دوی ویلي وو، نارینه وو لاس ور اچولی او جنسي ځور یې ور کړی دی.

د هند د یوه وزیر دې وینا سخته غوغا او شور جوړ کړ، چې ویلي یې دي، که د نوي کال په جشن کې څه پېښ شوي، نو مسوولیت یې د هغو نجونو دی چې لوېدیځ لباس کوي. د وزیر دا خبرې سختې غندل شوې دي.

په ځايي رسنیو کې د دې انځورونو له خپرېدلو وروسته د کرناټکا ایالت د کورنیو چارو وزیر جي پرمیشورا پر ځوانانو تور ولګاوه چې دوی 'د لوېدیځ پیروي کوي، نه یوازې اند دود (طرز فکر)، بلکې لباس کې هم،.

،نو بیا داسې کېږي،.

د هغه له دې وینا وروسته یوه غوغا جوړه شوه، د مېرمنو ملي کمېسون مشرې للیتا کمارا منګلم وویل، چې نوموړی دې له مېرمنو بښنه وغواړي او له خپلې دندې دې استعفا ور کړي.

د مرکزي حکومت یوه وزیر کرن ریجوجي هم د وزیر دغه وینا 'بې مسوولیته' وبلله.

هغه په ټوېټر کې ولیکل، 'موږ په پراخه کچه د لاس اچولو دا شرمناک عمل له سزا پرته پرېښودلی نه شو'.

د هند یوه تلوېزوني چینل اېن ډي ټي وي د رپوټ له مخې د سماج وادي ګوند غړي ابو عظما ویلي، که ښځې له پلار یا خاوند پرته له نورو سړیو سره مخ کېږي، نو دا هیله لرل یې ناسم دي چې عزت به یې وساتل شي-- چې ګوړه وي،مچۍ هم راځې.

د چینل له مخې ابو عظما ویلي، 'په اوسني دور کې چې مېرمنې څومره ځانونه لوڅوي، نو دومره فېشني، عصري او لوستې بلل کېږي او دا په هېواد کې زیاتیږي، خو دا زموږ پر هېواد تور داغ دی'.

د مېرمنو ملي کمېسون مشره للیتا کمارا منګلم د هغه په ځواب کې ویلی چې 'ایا په ۱۲ پېړۍ کې اوسي؟'.

د مېرمنو د ځورولو پېښه د ښار په مرکزي سیمه کې شوې چې پر مهاتما ګاندي او بریګېډ سړکونو له لس تر دوولسو زرو ځلمکیان د نوي کال لمانخلو ته ټول شوي و.

په خواله رسنیو کې د جنسي ځورنې پر دې پېښو ډېر لیکل شوي دي.

عکاس چیتالي واسنګ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، هغوی په ډېر ډاډ سره هغه څه کول، چې زه یې ویلی نه شم، هغه دا هم لیکلي چې کله له سړیو سره لاس او ګرېوان وې، نو پولیسو هیڅ لاسوهنه ونه کړه.

لو لا کتیاما پر خپل ټوېتر لیکلي، 'د بنګلور له پېښو دا زبادېږي چې د دې هېواد په یوه ښار کې هم مېرمنې خوندي نه دي او زه دا تل وایم'.

کویتا کرشنن پر خپل ټوېټر لیکلي، 'د کرناټکا د کورنیو چارو وزیر ته شرم پکار دی چې په بنګلور کې د نوي کال په ورځ د لویې کچې وېرولو پېښې مسوولیت پر لوېدیز لباس اچوي'.

د بنګلور د پولیسو مشر پراوین سود بي بي سي ته ویلي، چې د دې سیمې د امنیتي کمرو انځورونه ګوري.

هغه ویلي، له انځورونو د لاس اچولو پېښو ثبوت ترلاسه کول غواړي او چې دا یې ترلاسه کړل، نو سملاسي به عملیات پیل کړي.

هغه له خبریالانو او نورو خلکو غوښتي چې د دې پېښو انځورنه ور ته راوړي.

'موږ ځورېدلو ښځو ته ور ځو او شکایتونه یې درجوو'.