د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وايي 'برتانیا د کالې ځنګل کم عمره کډوال نه مني'

د عکس سرچینه، Getty Images
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونو لو روکس پر برتانیا نیوکه کړې چې د هغو یوازې تنکیو ځوانو کډوالو له منلو یې ډډه کړې چې وړاندې یې د منلو ژمنه کړې وه.
هغه ویلي برتانیا د فرانسې شمال کې د کالې کمپ بندولو پرمهال ژمنه کړې وه چې کم عمره کډوال به مني، خو اوس پر دغې ژمنې عمل نه کوي.
د تېر کال اکتوبر میاشت کې تر ۱۲۰۰ ډېرو فرانسوي پولیسو او چارواکو د دغه هېواد شمال کې د کالې بندري ښار کې د ځنګل په نوم پنډغالی چې ډېر کډوال پکې برتانیا ته د اوښتو په تمه اوسېدل ویجاړ کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه مهال برتانیا منلې وه چې د کالې له پنډغالي به ۱۳۰۰ بې کسه ماشوم کډوال ومني او تر ۱۸ کلونو د کم عمر لرونکو کسانو لپاره به چې په بریتانیا کې خپلوان نه لري او زیانمنونکي دي، د نوم لیکنې بېل بهیر پيل کړي.
ښاغلي روکس بي بي سي سره مرکه کې ویلي چې برتانیا په دې برخه کې خپل معیارونه هم نه دي عملي کړي. ځکه د دوي تخنیکي ډلو چې په فرانسه کې د کډوالو له مرکزونو لیدنه کړې، ځینو ډلو یې یو شمېر کډوال منلي خو ځینو یې نه دي منلي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې هغه کډوال چې کورنۍ یې په بریتانیا کې دي او یا د کډوالۍ په شرایطو برابر دي باید برتانیا کې ومنل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دی وايي له خپل بریتانوي سیال سره یې دا اونۍ دوه ځله خبرې کړي.
د اروپایي ټولنې د قوانیو له مخې، کډوال باید لومړني امن هېواد کې چې دوی ور رسېږي پناه وغواړي؛ خو تر ۱۸ کلونو کم عمره کسان کولی شي د پناه غوښتنه نورو هېوادونو ته هم ولېږدوي چې پکې یې خپلوان اوسېږي.
د خیریه ټولنو شمېرو ښودله چې د کالې پنډغالي کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسانو په ډېر ناوړه حالت کې کې ژوند کاوه چې د کمپ له ویجاړېدو وروسته، پر څو خواوو خواره شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دغه کمپ کې ترډېره د منځني آسیا، افریقا او افغانستان نه راغلي کډوال اوسېدل.








