'سوریه کې روسيې د پوځي شتون په کمولو پیل وکړ'

جنگنده های روسیه

د عکس سرچینه، Russia defence ministry

د روسیې پوځ ویلي؛ له سوریې د دوی د سرتېرو وتل پیل شوي. ټاکل شوې په لومړي پړاو کې د اډمېرل کوزنتسوف په نوم د روسیې الوتکه لېږدوونکي سمندري بیړۍ له دغه هېواده ووځي.

دا سمندري بیړۍ تېر کال اکتوبر میاشت کې د بشار اسد مخالفینو پروړاندې د سوریې پوځ عملیاتو د ملاتړ لپاره د مدیترانې سمندرګي ته واستول شوه.

د روسیې د وسله والو ځواکونو قومندان والري ګراسیموف ویلي؛ "د ولادیمیر پوتین د پرېکړې له مخې؛ د روسیې دفاع وزارت له سوریې نه د سرتېرو کمول پیلوي."

دا خبر داسې مهال خپرېږي چې د امنیت شورا سوریه کې د اوربند رامنځته کېدو لپاره د ترکیې او روسیې وړاندیز شوی پرېکړه لیک د رایو په اتفاق تصویب کړ.

حلب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روسي مین پاکوونکو د حلب ښار کې د ماینونو پاکولو کې برخه واخیسته.

دا پرېکړه لیک د سملاسي اوربند او د سوریې خلکو ته د بشردوستانه مرستو رسولو غوښتنه کوي.

وړاندیز شوی اوربند د ترکیې، روسیې او ایران درې اړخیزو مذاکراتو وروسته د سوریې په پراخو سیمو کې رامنځته شوی دی.

د روسیې جنګي الوتکو سوریه کې د جګړې پرمهال د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو باندې درنه بمباري وکړه.

روسۍ الوتکې

د عکس سرچینه، Getty Images

روسیې د تېر کال مارچ میاشت کې اعلان وکړ چې د خپلو ځواکونو یوه برخه له سوریې وباسي، خو وروسته د جګړې له زیاتوالي سره یې بېرته سوریه کې خپل پوځي شتون ډېر کړ.

مسکو د تېر کال په مارچ میاشت کې وویل چې له سوریې خپل ځواکونه وباسي، خو په دې هېواد کې یې هوایي بمبارۍ ته دوام ورکړ. دي.