د ملګرو ملتونو نوی سرمنشي انتونیو ګوتیریش څوک دی؟

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې ډېپلوماتانو د نوموړي هرکلی وکړ. ده ژمنه وکړه، چې خپله دنده به په ښه ډول تر سره کړي.

۶۷ کلن انتونیو ګوتیریش له ۱۹۹۵ کال تر ۲۰۰۲ پورې د پرتګال لومړی وزیر پاتې شوی.

بیا نوموړی، چې په پرتګالي، انګلیسي، اسپانوي او فرانسوي ژبو روانې خبرې کوي، نړیوالې دیپلوماسۍ ته ننوت، او په ۲۰۰۵ کال د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې مشر شو.

ګوتیریش له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۵ کال له ددغې ادارې مشر و، چې په همدې موده کې نړۍ د کډوالو له بې سارو څپو سره مخامخ وه، په تېره بیا د سوریې، عراق او افغانستان کډوال د نورې نړۍ له کډوالو ډېر لالهانده او له کړاوونو ډک سفرونه وکړل.

په ژنیوا کې د نوموړي د مشرۍ پرمهال دده د دفتر د کارکوونکو شمېر کم شو.

نوموړي د خپلې مشرۍ پرمهال هغو سیمو ته د لا ډېر پام اړولو غوښتنې وکړې، چې له شخړو ترې وګړي کډه کېږي او په مرګونو سفرونو له خپلو مېنو وځي.

د پرتګال مخکیني ولسمشر انیپال کفاکو سیلوا وړاندې ویلي وو، ګوتیریش پخپله اداره کې داسې یو میراث پرېښی، چې نن یې په نړۍ کې د هغه نوم جګ ساتلی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه غږ د ملګرو ملتونو د مخکیني ولسمشر بان کي مون پرځای د ګوتیریش د ټاکلو لپاره رایې ورکړې.

ګوتیریش په رسمي توګه اوس د ملګرو ملتونو سرمنشي او د بان کي مون ځای ناستی شو.

وړاندې فعالانو داسې هیله لرله چې ګني دا ځل به یوه ښځه د ملګرو ملتونو د سرمنشي څوکۍ ته ورسېږي او یا به د ختیځې اورپا یو نوماند سرمنشي شي، چې یو هم ونه شو.