تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پرتګال پخوانی لومړی وزیر په رسمي توګه د ملګرو ملتونو راتلونکی عمومي منشي وټاکل شو.
د پرتګال پخوانی لومړی وزیر انتونیو ګوتیریش په رسمي توګه د ملګرو ملتونو راتلونکی عمومي منشي وټاکل شو. په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې ډېپلوماتانو د نوموړي هرکلی وکړ. ده ژمنه وکړه، چې خپله دنده به په ښه ډول تر سره کړي.
ښاغلی ګوتېریش تر دې وړاندې لس کاله د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر و. ده په خپلې وینا کې ټینګار وکړ، چې د سوریې، یمن او سوېلي سوډان په څېر کړکېچونو اوارول د ټولې نړۍ ګډ مسولیت دی.
امریکا کې د سیاسي چارو څېړونکی جهانګیر خټګ یې په اړه نور معلومات له ګلستان شینواري سره په یوه مرکه کې شریک کړي دي.