تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ليبيا له تښتول شوې الوتکې يو شمېر مساپر خوشي شوي
د لیبیا یوې الوتکې تښتولو پېښه چې مالټا کې کېناستو ته اړایستل شوې وه، پای ته رسېدلې. رپوټونو کې ویل شوي دوه کسان، چې الوتکه یې ولکه کې وه، اوس تړلي لاسونه له الوتکې ایستل شوي دي.
ویل کېږي، دغو دواړو کسانو په مالټا کې د پناه غوښتنه کوله.
رپوټونه وايي، له هغه وروسته، چې چارواکو د الوتکې له تښتونکو سره خبرې وکړې، دوی ته ویل شوي و، چې د غوښتنو منل کېدو په صورت کې به ټولو مساپرو ته له الوتکې د کوزېدو اجازه ورکړل شي.
دغه الوتکه کې نژدې سل کسان ناست وو، چې د یوې داخلي الوتنې په بهیر کې د مالټا پر لور الوت ته اړایستل شوه.
په الوتکه کې ټول ۱۱۸ تنه سپاره وو چې ۱۱۱ يې مساپر او اووه تنه د الوتکې کارکوونکي دي. په مساپرو کې ۸۲ نارينه، ۲۸ ښځينه او يو ماشوم شامل دي.
د ځايي رسنيو په وينا دغې الوتکې په ليبيا کې د افريقيه هوايي شرکته لپاره الوتنه کوله چې وتښتول شوه.
د لومړنيو راپورونو له مخې په دغه پېښه کې دوه تنه ښکېل دي او ګواښ يې کړی و چې په دغه الوتکه کې به چاودنه وکړي.
د مالټې لومړي وزير جوزف موسکاټ ويلي، د هېواد مرستندويه او امنيتي ځواکونه د تيارسي په حالت کې دي.
د بريتانيا هوايي شرکت (برېټېش اېيروزې) مالټا ته خپلې الوتنې ځنډولې دي. ډېری نورو الوتکو هم خپله لاره بدله کړې ده.
د رويټرز يو خبريال ډرېن زمېټ لوپي چې په مالټا کې دی بي بي سي ته ويلي، په لوی شمېر امنيتي ځواکونه او موټر په سيمه کې ځای پر ځای شوي دي.