تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان هوایي شرکت د الوتکې لوېدو کې ۴۷ کسان وژل شوي
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پاکستان هوايي شرکت یوه الوتکه چې د پښتونخوا له چترال سیمې څخه اسلام اباد ته پر لاره وه، د پښتونخوا په حویليا سیمه کې را لوېدلې ده. د پي اي اې شرکت د چارواکو په خبره دغه الوتکه کې ټول ۴۷ کسان سپاره ول.
د دغه هېواد د هوايي شرکت لخوا تردې پېښې سمدستي وروسته د بېړنۍ مرستې لپاره دغه شمېرې اعلان شوي دي.
په دغه الوتکه کې د پاکستان پېژندل شوی نعت ویونکی او پخوانی پاپ سندرغاړی جنید جمشېد او د هغه مېرمن هم سپاره ول. جنيد جمشېد په دې وروستیو کې سندرې پرې ايښې وې او تبلیغ يې پېل کړی ؤ. نوموړي اوس ږيره پرې ايښې وه او د دغه هېواد په بېلا بېلو سیمو کې به يې تبلیغ کاوه. کورنۍ يې وايي، چترال ته هم له خپلې مېرمنې سره د تبلیغ لپاره تللی و.
د دغه هېواد د هوايي شرکت په خبره پي کې ۶۶۱ الوتکه چې له چترال سیمې د پښتونخوا په وخت درې نیمې بجې روانه شوې وه ټاکل شوې وه څلورنیمې بجې اسلام اباد ته ورسېږي، خو له اسلام اباد سره څېرمه د ایبټ اباد په حویليا سیمه کې لادرکه شوه.
د پاکستان د هوايي شرکت ویاند دانیال ګیلاني وايي، یاده الوتکه د حویليا د سدا بټولني کلي ته څېرمنه په غرونو کې لوېدلې او ویجاړه شوې ده.
د حویليا چارواکي د سیمې د عیني شاهدانو له خولې وايي، پر الوتکه لا تر لوېدلو مخکې اور بل و.
د چترال چارواکي وايي، په دغه الوتکه کې د دغې سیمې مرستيال کمشنر اسامه وړایچ هم و. د یاد شرکت د چارواکو په خبره په دغه الوتکه کې ټول ۴۷ کسان سپاره ول چې ۳۱ نارینه، ۹ ښځې، ۲ ماشومان او پنځه د الوتکې عمله وه.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، دوی د الوتکې د لوېدلو ځای ته رسېدلي، مرستندویه کارونه يې پېل کړي او د ۲۱ کسانو مړي يې را اېستلي دي.
بلې خواته د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني وايي، په سیمه کې د تیارې له امله مرستندويه ډلې له ستونزو سره مخامخ دي.
د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف، د دغه هېواد د مخالف یا اپوزيسيون ګوند مرستیال مشر او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظير بوټو زوی بلاول بوټو زرداري او ګڼو نورو سیاستوالو د الوتکې د رالوېدو په دغه پېښه خواښيني څرګنده کړې او د وژل شويو له کورنیو سره يې د خواخوږۍ بیانونه ورکړي دي.
پاکستاني چارواکو د دغه هېواد د پېژندپاڼې یا شناخت کارتونو ملي ادارې "نادرا " چارواکو ته امر کړی، چې د دوی یوه ډله دې د ایبټ اباد ایوب نومي روغتون ته ولېږدوي، چې هلته د وژل شويو کسانو د مړیو پېژندګلوي وکړي.
په دې وروستیو کلونو کې د پاکستان پر هوايي چلند د ناخوندیتوب له کبله نیوکې شوې وې.