تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د برلین کرېسمس بازار کې د لارۍ برید مشکوک انیس عامري ایټالیا کې ووژل شو
د راپورونو له مخې؛ د برلین د کریسمس په بازار کې د برید اصلي مشکوک انیس عامري د ایټالیا په میلان ښار کې وژل شوی دی.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر مارکو مینیټي څو دقیقې وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې په میلان ښار کې د انیس عامري وژل کېدل تایید کړل.
ښاغلي مینیټي د ایټالیا له امنیتي ځواکونو او له نورو اروپایي هېوادونو سره د هغوی له همکارۍ په مننې وویل؛ همدا چې انیس عامري ایټالیا ته ننوت د ایټالیا امنیتي ځواکونه د هغه له ورتلو خبر شول او ژر یې په عمل لاس پورې کړ.
د ایټالیا پولیسو د سهار په درېیو بجو د انیس عامري موټر ودراوه او له هغه یې وغوښتل چې د پېژندنې کارت وښيي. انیس عامري په ځواب کې له خپل بیګ نه تومانچه وویسته او پر دوو پولیسو یې ډزې پیل کړې، خو یوه پولیس چې نوې یې دنده پیل کړې وه او لا یې نهه میاشتې تېرې شوې وې، عامري په نښه کړ. په دغه جګړه کې د پولیسو یو مامور برسېرن ټپي شوی دی.
د ایټالیایۍ ورځپاڼې کوریره دلاسرا د راپور له مخې؛ د مړي د ګوتې نښې په بشپړه توګه د انیس عامري د ګوتو له نښو سره ورته والی لري او پر کومې وسلې چې نوموړي پر پولیسو ډزې وکړې هماغه تومانچه ده چې د لارۍ پولېنډی چلوونکی یې وژلی و.
د انیس عامري په وسایلو کې د رېل ګاډي ټکټ پیدا شوی چې ښيي ځان یې له جرمني نه د فرانسې شامبري او له هغه ځایه تورین او میلان ته رسولی دی.
انیس عامري په ۲۰۱۱ کال کې له تونس نه ایټالیا ته تللی و او هلته د کډوالو په یوه کمپ کې د اورلګونې له امله شاوخوا څلور کاله زنداني و.
د انیس عامري د ورونو په وینا چې په تونس کې ژوند کوي؛ احتمال لري چې نوموړي په زندان کې اسلامي اورپکو ته لېوالتیا پیدا کړې وي، که څه هم ایټالیوي چارواکو دا لېوالتیا هغه کې نه ده لیدلې.
د ایټالیا کورنیو چارو وزیر همداراز وویل؛ له دې امله چې ددغه هېواد د پولیسو عملیات لا هم روان دي، نشي کولی ډېر نور جزییات وړاندې کړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند توبیاس پلات د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر تر خبري کنفرانس وروسته خبریالانو ته وویل؛ جرمني اوس د "ارامۍ؛ احساس کوي چې دا خطرناک شخص نور دې هېواد ته ګواښ نه دی.
تېره دوشنبه د برلین د کریسمس په بازار کې د لارۍ موټر پر مټ پر خلکو برید وشو چې ۱۲ کسان یې ووژل او ۴۹ نور یې ټپیان کړل.
د دغه تونسي ۲۴ کلن ځوان انیس عامري د ګوتو نښې موټر کې وموندل شوې، د جرمني پولیسو د هغه انځورونه خپاره کړل او د هرډول معلوماتو په بدل کې یې د ۱۰۰ زره یورو جایزه کېښوده چې د هغه د نیول کېدو لامل شي.
ویل کېږي چې د لارۍ په وسیله د برید پرمهال د انیس عامري مخ ټپي شوی و او له همدې امله نوموړی اړ و چې لویو ښارونو کې پاتې شي ترڅو د هغه پېژندل کېدو احتمال کم شي.