د سوریې الباب ښار جګړه کې داعش ۱۴ ترکي پوځيان وژلي

ترکي پوځي په تېره اګست میاشت کې سوریه کې خپل عملیات پیل کړل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ترکي پوځي په تېره اګست میاشت کې سوریه کې خپل عملیات پیل کړل

د ترکیې پوځ ویلي، د سوریې الباب ښار کې له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره په خونړۍ جګړه کې ۱۴ ترکي پوځيان وژل شوي دي.

ترکیه د سوریې په شمالي الباب ښار کې د "اسلامي دولت" ډلې پرضد د سوري مخالفو وسله عناصرو ملاتړ کوي.

پوځ وايي "نژدې ۳۳ نور پوځیان په جګړو کې ټپیان شوي دي."

دا په تېره اګسټ میاشت کې سوریه کې د ترکیې د پوځي عملیاتو له پیلېدا راهیسې ترکي پوځ ته تر ټولو ډېر اوښتی زیان دی.

پوځ زیاتوي "اسلامي دولت نومې ډلې له ځانمرګو بریدونو کار اخیستی، په دې جګړو کې ۱۳۸ د اسلامي دولت ډلې ګڼ جنګیالي هم وژل شوي. "

بل خوا، په داسې حال کې چې د سوریې حلب ښار نژدې د سوري پوځیانو لاس ته لوېدونکی دی، د جګړې د اور لمن الباب ښار ته غځېدلې ده.

بي بي سي کې د منځني ختیځ د چارو شنونکی سبستین اوشر وايي "د ترکیې پوځي عملیاتو "اسلامي دولت" نومې ډلې ته ډېر ځاني زیانونه اړولي، د ترکیې پوځ الباب ښار کې دغه ډله پسې اخیستې ده. "

الباب ستراتیژیک ښار د ترکیې له پولې نژدې ۲۰ کیلومتره لرې دی، ترکي ځواکونه هڅه کوي چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې او کردي یاغیان بهر ته وشړي.