د ترکیې په ختیځ تانسلي ښار کې د ترکیې امنیتي ځواکونو پر موټر په یوې درنې چاودنې کې شپږ کسان وژل شوي دي.
ترکي پولیس وايي چادونه هغه مهال وشوه چې د امنیتي ځواکونو زغروال موټر د یو بل موټر له خوا نه چې چاودیدونکې توکي پکې بار و تیریده. د ترکیې تلویژون د سوزیدلو موټرو تصویرونه وښودل. په پیښه کې یو ملکي وکړی هم وژل شوی دی.
هیڅ یوې ډلې د چاودنې مسوولیت نه دی اخیستی.
خو په استنبول کې د بي بي سي خبریال وايي په اتوماتیک ډول شک د کردانو پر پي کی کي ډلې کیږي ځکه چې د ترکیې او نوموړې ډلې ترمنځ جګړې له نور هر کله په پرتله اوس ډیر زور اخیستی.












