له حلب نه د وګړو ایستلو ته بسونه ورغلي

دا ګام وروسته تر هغه پورته شو، چې د حلب ختیځ کې د حکومت مخالفو وسله والو ترکنټرول لاندې دوو کلیو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان کلابند پاتې شول.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، دا ګام وروسته تر هغه پورته شو، چې د حلب ختیځ کې د حکومت مخالفو وسله والو ترکنټرول لاندې دوو کلیو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان کلابند پاتې شول.

د سوریې حکومتي رسنۍ وايي، د حلب ختیځ ته د زرګونو ولسي وګړو د ایستلو لپاره د نړیوال سره صلیب او د سوریې د سرې میاشتې اړوند بسونه ننوتلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په لنډ وخت کې به د ولسي وګړو د ایستلو لړۍ پیل شي.

دا ګام وروسته تر هغه پورته شو، چې د حلب ختیځ کې د حکومت مخالفو وسله والو ترکنټرول لاندې دوو کلیو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان کلابند پاتې شول.

ډیپلوماټان وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هوډ کړی چې د سوریې جګړې ځپلي حلب ښار ته د خپلو څارونکو د استولو پرسر رایې واچوي.

د حکومت او مخالفینو ترمنځ د نوې هوکړې له مخې په پام کې ده چې د حلب له ختیځ او د ادلب ولایت له دوه شیعه مېشتو کلیو ''فوعة'' او ''کفرایا'' وګړي خوندي سیمو ته ولېږدول شي.

د حلب په ختیځ کې لاهم د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه کسان په تمه دي چې خوندي ځایونو ته ولیږدول شول.

یوزیات شمېر کورنۍ په لارو او کوڅو کې هغو موټرو ته په انتظار دي چې دوی د حلب له ختیځه وباسي هغه سیمه چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ویلي و ''د ځمکې پر سر دوزخ'' ته ورته دی.

یوه سوریایۍ ښځه د اردن عمان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د حلب په تړاو د لاس په کار کېدو غوښتنه کوي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، یوه سوریایۍ ښځه د اردن عمان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د حلب په تړاو د لاس په کار کېدو غوښتنه کوي
د حلب له ختیځه ولسي وګړو د وتلو په تمه دي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د حلب له ختیځه ولسي وګړو د وتلو په تمه دي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمشنر فلیب ګراندې ټینګار کړی چې د حلب له ختیځې برخې باید ټولو ملکي وګړو وویستل شي او په سوریه کې باید جګړه په سم لاسي ډول پای ته ورسوله شي.

د هغه له خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې په ټولو سیمو کې د ملکي وګړو د خوندي ساتلو لپاره باید په ټوله سوریه کې جګړه پای ته ورسیږي او په هېڅ جوړجاړي کې ملکي وګړي د یوې وسیلي په توګه ونه کارول شوي.

خو د روسیې د پوځ عملیاتي قوماندان سيرګي روټسکای ویلي، نور د حلب د نیولو لوی عملیات پای ته رسیدلي او د سوریې پوځ د سخت دریځو وسلوالو د تصفیې عملیات کوي.

روسي ځواکونو د ولسي وګړو په ایستلو کې برخه اخیستې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، روسي ځواکونو د ولسي وګړو په ایستلو کې برخه اخیستې
مرستندوان وايي د حلب ختیځ کې سړې هوا ماشومان ډېر ځورولي دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مرستندوان وايي د حلب ختیځ کې سړې هوا ماشومان ډېر ځورولي دي

وسله والو مخالفینو ویلي، ایران له حلب څخه د خلکو د وتلو چاره ځنډولې او ټینګار کوي چې لومړی باید د ادلب له فوعه او کفرایا چې دواړه شیعه مېشته کلي وسله والو مخالفینو کلابند کړي، ملکي وګړي وویستل شي.

''د روسیې د روغې جوړې مرکز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د حلب له ختیځه د وسله والو او د دوی د کورنیو د وتلو چاره ترسر کړه. د دوی د وتلو چاره بشپړه شوې. دغه راز د حلب د نیولو لوی عملیات هم پای ته رسیدلي. اوس د سوریې پوځ د هغو سخت دریځو وسله والو د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شوي چې د حلب له ختیځه له وتلو ډډه کوي.''

بل لور ته په پام کې ده چې په د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فرانسې د هغه وړاندیز په اړه خبرې وکړي چې د حلب له ختیځه د ولسي وګړو او وسله والو د وتلو چاره د نړیوالو څارونکو له نظر لاندې ترسره شي او بشري مرستې ورسول شي.

د هوکړې له مخې له کفریا او فوعه سیمو کلابند وګړي ایستل کېږي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د هوکړې له مخې له کفریا او فوعه سیمو کلابند وګړي ایستل کېږي