ویلا دیمیر پوتین د جاپانیانو سپی په ډالۍ ونه مانه

پوتین

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د یوم( چپه خوا ) لپاره جوړه(بفي) پوتین ته په ۲۰۱۰ کې ور کړل شوې.

د جاپان د پارلمان یو غړی وایي، د روسیې ولسمشر ویلا دیمر پوتین د دغه هېواد د حکومت له خوا د سپي وړاندیزي( وړاندیز شوې) ډالۍ ونه منله.

کوچي هوګیدو ونه ویل چې ولې ویلا دیمیر پوتین دا ډالۍ ونه منله.

جاپان ښاغلي پوتین ته په ۲۰۱۲ کال کې اکتیا سپۍ ور کړې وه، چې یوم یې بولي، دوی غوښتل چې دا سپی به یې جوړه شي.

ښاغلي هوګیدو په خپل بلاګ کې لیکلي: "له بده مرغه موږ له خپلو سیالانو داسې اورېدلي او د زوم وړاندې کولو لپاره مو هیله په اوبو لاهو شوه".

جاپان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ویلادیمیر پوتین ته د جاپان ډالۍ شوې سپۍ.

که پوتین نه ځواب ویلی نه وی، نو دا ډالۍ به په نږدې ورځو کې د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې په یوه سرمشریزه کې ور کوله.

د اکیتا سپیو نسل د جاپان له شماله دی.

ښاغلي پوتین ته د بلغاریا لومړي وزیر هم په ۲۰۱۰ کال کې بلغاری سپی ور کړی چې بفي یې بولي.

د روسیې اوسني دفاع وزیر سرګي شویګوی هم پوتین ته د لیبرډر د ډول یو سپی چې کاني نومېده ور کړی و، خو په ۲۰۱۴ کې مړ شو.

ښاغلي پوتین یو ځل کاني د جرمني له لومړۍ وزیرې سره د لیدنې ځای ته بوولی او ویل کېږي چې هغه( انګلا مېرکل) ډارېدلې وه.

پوتین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پوتین هغه سپی چې ویل کېږي مرکل ترې وېرېدلې وه.

ځینې رسنیو هغه مهال رپوټ ور کړ چې پوتین غوښتل د جرمني لومړۍ وزیره پر سپي ووېروي.

خو د روان کال په لومړیو کې ویلا دیمیر پوتین یوې جرمن ورځپاڼې ته وویل، چې د انګلا مېرکل په وېره پوه شوی نه دی.

هغه زیاته کړه، "کله چې پوه شوم مېرکل سپي نه خوښوي، نو بښنه مې ترې وغوښتله".

مرکل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پوتین سپی د مرکل لاسونه بویوي.