روسیه: د سوریې پوځ په حلب کې پوځي عملیات درولي

د عکس سرچینه، AFP
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي؛ د حلب له جګړه ییزو سیمو د ولسي وګړو د وتلو په موخه د سوریې پوځ په دغه ښار کې پوځي عملیات درولي دي.
ښاغلي لاوروف هیله ښوولې چې په دې توګه ۸ زره کسان وکولی شي د جګړې له سیمې ووځي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ په حلب کې د سوریې پوځ د عملیاتو درېدو هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې امریکا ددغه اعتلان عملي پایلو ته منتظر پاتې کېږي.
امریکا وړاندې تردې حلب کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې وه.
ښاغلي لاوروف په جرمني کې د اروپایي بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې وویل؛ "کولی شم تاسو ته ووایم چې نن د حلب په ختیځ کې د سوریې پوځ جګړه ییز عملیات درول شوي، ځکه چې د ولسي وګړو د ویستلو لپاره لوی عملیات روان دی."
هغه همداراز وویل؛ د روسیې او امریکا پوځي کارپوهان به د شنبې په ورځ په جنیوا کې سره وګوري او په حلب کې د تاوتریخوالي پایته رسېدو پرلارو به خبرې وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل؛ ښاغلي لاوروف له خپل امریکايي سیال جان کیري سره خبرې کړي او دواړو پر داسې اوربند موافقه کړې چې د مرستې رسونې او د ولسي وګړو د وتلو امکان برابر کړي.
حلب په وروستیو میاشتو کې د درنو جګړو شاهده وه او په وورستیو اونیو کې هلته سلګونه ملکي وګړي وژل شوي. بشار اسد ته وفادار ځواکونه توانېدلي د حلب ښار له څلور د درېیو برخو کنټرول ترلاسه کړي.
بشار اسد وایي؛ حلب کې د پوځ بریالیتوب به د سوریې کورنۍ جګړې پایته رسېدو پر لور یو لوی ګام وي.

د عکس سرچینه، AFP
په تېرو میاشتو کې د سوریې پوځ د روسیې په هوایي ملاتړ له ایراني پوځیانو او د عراق او لبنان شیعه ملېشو په ملتیا حلب کې پراخ عملیات ترسره کړل.
د بشار اسد مخالفو ډلو ایتلاف، له دوی، توندلارو اسلامي ډلو د حلب ساتلو لپاره مقاومت کاوه او د ښار لویدیځه څنډه یې چې د سوریې پوځ یې کنټرول درلود په هاوانونو ویشتله.
هم د سوریې پوځ او متحدین یې او هم د دولت مخالفین د حلب ښار په ختیځ کې تورن دي چې خپلو بریدونو کې د پوځي او ملکي اهدافو ترمنځ یې هېڅ توپیر نه دی کړی.
د حلب ښار د شورا رییس بریتا حاجی حسن د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په کتنه کې په جنیوا کې ویلي؛ په تېرو یوازې څلورو اونیو کې حلب کې ۸۰۰ کسان وژل شوي او ۳۵۰۰ نور ټپيان شوي دي.
ورته وخت کې د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د جمعې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل؛ د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ډلې سره د لیده کاته هوډ لري.

د عکس سرچینه، AFP








