د جعلي خبرونو د مخنیوي لپاره فیسبوک پراخ پلان لري

د فیسبوک مشر مارک زوګر برګ پر دغه خواله رسنۍ د جعلي خبرونو د خپرېدو د مخنیوي لپاره نوی پلان تیار کړی دی.

نوموړی وايي، د دغه پلان له مخې به تر یوې اندازې پر دغه ستونزه بریالی شي.

د فیسبوک د ناسمو خبرونو له امله ستونزه هغه وخت پېښه شوه چې کله یې کارنو(کاروونکو) وویل، پر فیسبوک خپرو شویو ناسمو خبرونو د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اغېزمنې کړې دي.

مارګ زوګربرګ پر فیسبوک د جعلي خبرونو د مخنیوي پلان د اعلانولو پر مهال وویل، د ناسمو خبرونو د سنجولو او د هغو د سموالي د تاییدولو لپاره څو پروژې په پام کې لري چې ناسم معلومات به جدي ګڼي او د تایید لپاره به یې پیاوړې لارې کاروي.

په ورته مهال دا هم وايي، چې دا مسله له فلسفي او تخنیکي اړخه ډېره پېچلې ده.

مارګ زوګر برګ زیاتوي، پر فیسبوک د ناسمو خبرونو د مخنیوي لپاره، د خبرونو د تاییدولو په ګډون د اوو وړاندیزونو په ارزولو سخت کار کوي.

د دې پلان له مخې پر ناسمو خبرونو د ټاپې لګولو وړاندیز باندې هم غور کېږي.

نوموړي له دې مخکې پر فیسبوک د ناسمو خبرونو د خپرېدو د نیوکو په ځواب کې ویلي و، چې له ۹۹ سلنه ډېر مواد یې "کره" دي.

هغه دا هم ویلي و، چې هیڅکله هم یوڅوک د خپلې نظریې له خپرولو زړه ماتي کوي نه او نه هم د رښتیا زبادولو لپاره درېمګړی جوړېږي.

د فیسبوک ادارې دا تورونه هم رد کړي چې ګویا د دې بنسټ په مټ د امریکا له ټاکنو مخکې جعلي خبرونه خپاره شوي دي.

مارک زوګر برګ هم د دې نیوکو سخته دفاع کړې وه چې ګواکې پر فیسبوک خپاره شوي خبرونه په ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ په ګته تمام شول.

هغه په ولسمشرۍ ټاکنو کې له ډونلډ ټرمپ سره په بریا کې رول لرل هم رد کړل.